لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور اؤ کراچۍ کې دپولیو د دوؤ تازه پېښو موندل کیدو سره سږکال پاکستان کېې دپولیو دپېښو شمیره۶۲ ته ورسېدله


دصحت دمحکمې چارواکي دخیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان اؤ دسنده صوبې په سرښار کراچۍ کې دپولیو دناروغۍ دوه نورې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره سږکال په ټول پاکستان کې دثبت شوؤ پېښو شمیره ۶۲ ته رسېدلې ده.

دپاکستان دبېړنيو عملیاتو دمرکز ویاند داتوار په ورځ یو بیان کې ویلي په جنوبي وزیرستان کې دپولیو په وائرسو اخته یوه دلسو میاشتو ماشومه موندل شوې اؤ دکراچۍ په اورنګي ټاؤن سیمه کې دافغان کډوالو دکورنۍ د اتوؤ میاشتو یوه وړه ماشومه په دې ناروغۍ اخته ده.

دبېړنیو عملیاتو د مرکز ویاند وایي کومو دوو ماشومانو ته چې تازه د پولیو وائروس لګیدلي دهغوئ والدینو خپلو بچو ته دپولیو دڅاڅکو ورکولو نه انکار کړی ؤ.

تر دې څلور ورځې وړاندې هم دخیبر پښتونخوا په لکي مروت اؤ‌ دبلوچستان ایالت په قلعه عبدالله چمن سیمه کې د پولیو د رنځ دوه نوې پېښې مخې ته راغلي وې.

په پاکستان کې کال ۲۰۱۷م کې دپولیو یوازې اته پېښې مخې ته راغلې وې خو تیرکال په دې کې اضافه وشوه اؤ دپولیو نور ۱۲ ناروغان وموندل شول.

خو دسږکال په پیل کې چې ګرد هیواد کې دپولیو دناروغۍ په ضد کمپائن پیل شو نو په پېښور اؤ دپښتونخوا یو شمیر سیمو کې دپولیو دڅاڅکو په ضد ځېنو اړخونو سخته پروپیګنډه وکړه اؤ دغسې د روان کال په اتوؤ میاشتو کې په ګرد هیواد کې د پولیو۶۲نوې پېښې مخې ته راغلې چې په دې کې یوازې د۴۸ؤ هاغو پولیو ځپلو ماشومانو تړاؤ دخیبر پښتونخوا سره دی چې دپولیو دڅاڅکو نه ورکول کیدلو له امله په دې مضره ناروغۍ اخته شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي څانګې یو چارواکې وي او ای ډیوه ته تیره اوونۍ ویلي دپولیو په ضد په ورستي کمپاین کې د صوبې په ٢٩ ضلعو کې څلور اشاریه شپږ میلییونه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین د ورکولو هدف ټاکل شوی و اؤ د صوبې ٦٧ فیصده سیمو ته د پولیو د ډلو رسایي شوې وه خو بیا هم٣٣۴٠٠٠ مېندو او پلرانوخپلو بچو ته د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی.

د پولیو ناروغۍ دلاسه انسان د ټول عمر دپاره په بدني توګه د معذورۍ ښکار کیږي. پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازېني هیوادونه دي چرته چې اوس هم دا مرض موجود دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG