لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دافغان شخړې ټول اړخونه دې بیا دمذاکراتو مېز ته کښېني


پاکستان دافغان شخړې په ټولو اړونده اړخونو غږ کړی چې باید دصبر اؤ زغم څخه په کار اخستو په مخلصانه توګه دسولې پروسه په وړاندې یوسي خو ورسره سم یې افغانستان کې دناامنۍ دپېښو غندنه هم کړې ده.

دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو په ځنډیدو خپل غبرګون کې دپاکستان د بهرنیو چارو دفتر ویلي پاکستان تل افغانستان کې د ورانکارۍ اؤ اړي ګړي غندنه کړې ده اؤ دګډمسولیت په اساس یې افغانستان کې دامن دټینګښت دپاره دسولې خبرو کې اسانتیاوې برابر کړي دي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اوړمه ورځ طالبانو سره دسولې خبرې ځنډولي اؤ هغوئ یې مذاکراتو کې دامتیازاتو ترلاسه کولو په خاطر کابل کې دبمي چاودنو دلارې دبېګناه خلکو په وژنه تورن کړي.

خو طالبانو دصدر ټرمپ په دې پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې هغوئ لا دامریکا سره دسولې تړون نه دی کړی اؤ د تړون نه وړاندې دصدرټرمپ لخوا په یوه پېښه داسې تند غبرګون ښودل تجربه کاري نه ده.

پخپله یوه اعلامیه کې دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر ویلي چې پاکستان دسیمې په وضعیت ژور نظر ساتلی اؤ دا ګڼي چې افغان ستونزه یوازې دسیاسي لارې هواریدلی شي.

اعلامیه کې دافغان شخړې په ټولو اړونده اړخونو ټينګار شوی چې زرترزره باید بیا دمداکراتو میز ته کښیني اؤ دافغان کشالې سیاسي هواری ولټوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ (خالي/ شنبې) په ټوېټر لیکلي وو چې ټاکل شوې وه چې نن د طالبانو مشران او افغان ولسمشر اشرف غني امریکا ته راشي او له ما سره په کمپ ډېوېډ (د مېرېلېنډ په پوځي هډې) کې وګوري خو ما دغه لیدنه کنسل کړه.

صدر ټرمپ طالبانو سره د سولې د خبرو ودرولو دلیل په دې حساس پړاو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام یاد کړی ؤ.

د افغان سولې لپاره د امریکا او افغان طالبانو تر منځه د تیر یو کال راهسې خبرې اترې روانې وې او د دغه خبرو لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ ویلي وو چې د هغه ډلې د خبرو اترو اخیرۍ لوظنامه تیاره کړې او که چرې دغه لوظنامه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ منظوره کړه نو د دغې وروسته به په افغانستان کې د پينځه پوځي اډو نه ۵۰۰۰ امریکايي عسکر د افغانستان نه په څلورنیمو میاشتو کې ووځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG