لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنهم محرم جلوسونه،دپاکستان غټو ښارونو کې دموبائیل فون خدمات ځنډول شوي


په پاکستان کې د نهم محرم الحرام د جلوسونو په موقعه په یو شمیر لویو ښارونو کې د موبائیل فون خدمات ځنډول شوي اؤ د کومې احتمالي بدې پېښې د مخنیوي په خاطر کللک امنیتي ګامونه اخستل شوي دي.

دپېښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي جاوید اقبال وایي پېښور کې پولیس ودخپله انده کلک ګامونه اخستي چې عاشوره په خیر اؤ امن سره تیره شي.ږ

دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې دپېښور هاغه ټولې لارې په ازغنو تارونو اؤ ګټانو تړل شوي دي چې دمحرم د نهمې ماتمي جلوسونه پرې تیریږي اؤ ټول مهم کاروباري مارکیټونه اؤ بازارونه هم بند پراته دي.

دګل په سحر په پېښور کې د شبیهه ذوالجناج جلوس دحسینه حال امام بارګاه څخه وتلی اؤ په صدر روډ،فخرعالم روډ،کالي باړي اؤ فواره چوک څخه تیرشوی.

دپاکستاني میډیا د راپورونو له مخې دهیواد د نورو زیاترو برخو څخه هم په کلکو امنیتي تدابیرو کې دمحرم دنهمې جلوسونه ویستل شوي اؤ‌ په دې موقعه دهیواد په یو شمیر مهمو ښارونو لکه کراچۍ،اسلام اباد،حیدراباد،سکهر،نواب شاه،میرپور خاص اؤ لاړکانه کې دموبائیل فون خدمت دسحر داتوؤ بجو څخه ځنډول شوي دي.

دتیرو څو کلونو راهسې هرکال دمحرم په نهمه اؤ لسمه په پېښور کې هم دکومې بدې پېښې دمخنیوي په خاطر دموبائیل فون خدمات ځنډول کیږي خو سږکال په دنهم محرم دجلسونو په موقعه پېښور کې دموبائیل فون خدمات په زیاترو سیمو کې نه دي ځنډول شوي.

دپېښور دپولیسو مشر امریکه غږ ډیوه ته ویلي دپېښور په عامو اؤ حساسو سیمو کې ګڼ شمیر پولیس چابک ودرول شوي اؤ په ساده جامو کې هم پولیسو په شکمنو خلکو اؤ عملونو کلک نظر ساتلی دی تر څو ورانکارو ته د ورانکارۍ هیڅ موقعه په لاس ورنه شي .

دپاکستان دمخابراتو محکمې یا پي‌ ټي ای پخپل یو بیان کې ویلي دهیواد په ټولو سترو ښارونو کې به په ځېنو ځانګړو سیمو کې په نهم اؤ ۱۰ محرم دموبائیل فون خدمات دامنیتي لاملونو په وجه ځنډول کیږي خو ددغو سیمو نومونه یې نه دي ښودلي .

دپاکستان دکورنیو چارو د وزارت یو لوړپوړي چارواکي دپاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دموبائیل فون خدمات به په هاغو ټولو سیمو کې ځنډول کیږي چې ضلعي انتظامیې یا پولیس په ګوته کړي دي.

XS
SM
MD
LG