لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به دایف ای ټی ایف خړ نوملړ نه اوځي که تور نوملړ ته به پریوځي؟ بنکاک کې خبرې روانې دي


دفنانشل ایکشن ټاسک فورس (ایف ای ټي ایف) چارواکي بنګاک کې پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي ترڅو معلومه کړي تراوسه پاکستان دایف ای ټي ایف غوښتنې تر کومه حده پوره کړي دي.

سرچینې وایي چې که دبنکاک په غونډه کې پاکستان ،ایف ای ټي ایف دترهګرو دمالي سرچینو وچولو اؤ دناقانونه پېسو دلیږد دمخنیوي په اړوند پخپلو اخستل شوؤ ګامونو قانع کړو نو نوم به یې د خړ نوملړ څخه وویستل شي ګنې په بل صورت کې به دپاکستان نوم تور نوملړ ته ورواچول شي.

اېف ای ټي اېف پاکستان ته ۲۷ شرطونه اېښودي چې باید د روان کال ستمبر روانې مياشتې پورې يې پوره کړي او په دې کې يې ورته په ۱۹ په بشپړ ډول د پوره کولو ويلي وؤ خو نړیوالې رسنۍ وایي په لمړي پړاؤ کې پاکستان اېف ای ټي اېف پخپلو اخستل شوؤ ګامونو نه دی قانع کړی.

پاکستاني مطبوعاتو د دوشنبې په ورځ لیکلي چې ایف ای ټي ایف سره خبرو اترو کې دپاکستاني هئیت مشري ددغه هیواد داقتصادي چارو مرکزي وزیر حماد اظهر کوي اؤ هغه سره په ډله کې ایف ایي ای،اسټیټ بانک،ایف بي ار،ایس اي سي پي،دمخدره موادو دمخنیوي اؤ دحساسو ادارو استازي شامل دي.

سرچینې وایي دا مذاکرات به تر۱۳م ستمبر دوام کوي اؤ پکې به د ایف ای ټي‌ ایف مشران دپاکستاني چارواکو نه مخ په مخ پوښتنې کوي چې هغوئ تر اوسه د ترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پېسو دلیږد دمخنیوي دپاره څه کړي دي؟

پاکستاني مطبوعاتو د خزانې د وزارت د سرچینو له خولې دا هم لیکلي دخړ نوملړ نه دځان ویستلو په غرض به پاکستاني چارواکي دایف ای ټي‌ ایف مشرانو ته دلسو پوښتنو ځوابونه ورکوي خو ایف ای ټي ایف پاکستان څخه دخپلو ۱۲۵ؤ پوښتنو ځوابونه غوښتي دي.

ایف ای ټي ایف به دپاکستاني چارواکو نه دا معلومات هم ترلاسه کوي چې تراوسه یې دترهګرو دمالي سرچینو پیداکوونکي څومره کسان نیولي اؤ کومې سزاګانې یې ورکړي دي؟ ددې ترڅنګ به ترې د پلټنو اؤ قانوني کمزوریو دختمولو په اړوند د شوؤ پوښتنو ځوابونه هم غواړي.

سرچینې وایي که چرې دپاکستان چارواکي ایف ای ټي ایف پخپلو اخستل شوؤ ګامونو قانع کړي نو ددې هیواد نوم به دخړ نوملړ څخه وویستل شي اؤ که قانع یې نکړي نو نوم به یې تورملړ ته ور واچول شي چې له هغې وروسته به دنړیوالو بندیزونو سره مخ کیږي.

دخزانې د وزارت سرچینو هیله ښودلې چې دپاکستان نوم به تور نوملړ ته نه ورپریوځی اؤ کیدای شي دخړ نوملړ څخه یې هم نوم اوځی خو که د خړ نوملړ نه بهر کیږي نو ددې دپاره به ورته هم ایف ای ټي‌ ایف ځېنې سخت شرطونه ږدي.

جون دمیاشتې په وروستیو کې نړیوالو رسنیو داسې راپورونه ورکړي وؤ چې پاکستان دمالیاتي ټاسک فورس(ایف ای ټي‌ ایف)تور نوملړ ته دلوئېدو نه دځان ژغورلو دپاره د درېوؤ هیوادونو چین ،ترکي اؤ ملائشیا په ملاتړ ترلاسه کولو کې بریالی شوی خو ویل کیږي بیا یې هم دغه نوملړ کې د ورګډیدلو ګواښونه په سر ولاړ دي.

۳۶ؤ هیوادونو څخه دراجوړ ایف ای ټي ایف د اصولو له مخې دکوم هیواد دنوم تورلسټ ته د اچولو دپاره اړینه وي چې دغه هیواد دې د درېوؤ هیوادونو ملاتړ په لاس کې ولري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG