لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټسټ سیالي:افغانستان ته دتاریخي ګټې ترلاسه کولو دپاره دبنګله دیش یوازې څلور لوبغاړي سوځول پاتې دي


دافغانستان اؤ بنګله دیش تر منڅ دټسټ کرکټ په سیالۍ کې دافغانستان ملي لوبډله خپلې تاریخي ګټې ته نزدې شوې ده اؤ اوس ورته یوازې دبنګله دیش لوبډلې یوازې څلور لوبغاړي سوځول پاتې دي.

په دې سیالۍ کې دافغانستان لوبډلې بنګله دیش ته د ۳۹۸منډو هدف ورکړی خو دغه هدف ته درسیدو دپاره دافغان لوبډلې کپتان راشد خان اؤ ظاهرخان په خپل غوره باولنګ یا توپ اچونه د بنګله دیشي‌ لوبډلې مخه نیولې ده.

دڅلورمې ورځې دسیالۍ تر پائ کوربه لوبډلې بنګله دیش ۱۳۶منډې جوړې کړي اؤ شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

تر دې وړاندې دافغانستان لوبډله په خپل دویم اننګز کې د۲۶۰منډو په جوړولو سوځېدلې وه اؤ دبنګله دیش مهدي حسن،تیج الاسلام اؤ نعیم حسن دافغانستان دوه،دوه لوبغاړي سوځولي دي.

دڅلورمې ورځې په لوبه کې ټوله ورځ باران روان ؤ چې له دې اله دټاکل شوي وخت څخه یو ساعت مخکې دا لوبه ختمه کړل شوې ده.

دسحرمهال لوبه هم د باران له امله د دوؤ ساعتو په ځنډ پیل شوې وه چې بیا دغرمې ډوډۍ دپاره کېدونکې دمه هم تر ۴۰دقیقو وغځول شوه.

دافغانستان لوبډلې ددغه غځېدلي وخت نه په استفاده ښه ګټه پورته کړه اؤ دبنګله دیش شپږ لوبغاړي یې وسوځول.

دافغانستان چپ لاسي اسپنر ظهیر خان د دوډۍ ددمې نه سمدستي وروسته دبنګله دیش دوه لوبغاړي سوځولي.

لټن داس یوازې نهه اؤ مصدیق حسین ۱۲منډې جوړې کړي دي،د ۲۳ؤ منډو جوړولو وروسته مشفیق الرحیم په لوبه کې په دویم اؤ په مجموعي توګه هغه شپږم لوبغاړی ؤ چې د راشد خان په مټ وسوځېدو.

په ورپسې اوور کې مومن خلک هم د راشد خان په توپ د درېوؤ منډو په جوړولو سوځېدلی.

دبنګله دیش شادمان اسلام ۴۱منډې جوړې کړي اؤ د محمد نبي په توپ سوځېدلی دی.

محمودالله د اوؤ منډو په جوړلو د راشد خان په توپ سوځېدلی اؤ دهغه کیچ ابراهیم ځدران نیولی دی.

کله چې لوبه ودریدله نو بنګله دیش دشپږو لوبغاړو په زیان ۱۳۶منډې جوړې کړې وې اؤ دګټې دپاره ورته د۲۶۲منډو جوړولو اړتیا و

XS
SM
MD
LG