لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: طالبان اوس وايي، چې لویه تېروتنه یې کړې


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، له طالبانو سره د خبرو درولو وروسته‎، طالبان اوس وايي، چې لویه تېرونه ترې شوې.

ولسمشر ټرمپ دغه خبرې په وایټ هاوس کې خبریالانو ته د ګل یا دوشنبې په ماسپښین وویل، طالبانو په کابل کې ۱۲ کسان ووژل چې د سولې په خبرو کې خپل ځان برلاسي وساتي. "دوی له ماسره دا (چل) نشي کولای."

د امریکا شمالي کېرولاینا ایالت ته له تللو وړاندې یو شمېر خبریالانو له هغه نه له طالبانو سره د خبرو درولو، طالبانو سره په کېمپ ډېوېډ کې د هغه د ممکنه لیدلو او له افغانستان څخه د پوځیانو د وېستلو په اړه پوښتنې وکړې.

ولسمشر ټرمپ په کېمپ ډېوېډ کې له طالبانو سره د لیدلو په اړه يوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې دا د هغه فکر وو چې له طالبانو سره په دغه ځای کې وویني.

هغه وویل، مونږ په کېمپ ډېوېډ کې ( په تاریخي توګه) د خرابو او ښو خلکو سره مخکې هم لیدلي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل، چې د امریکا د یوه ډېر غوره پوځي د وژنې، د ناټو د یو پوځي د وژنې او د نورو کسانو د وژنې له امله يې پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره به نه ګوري.

نوموړي څو ځله په کابل کې د تېرې زیارت یا پنجشنبې په ورځ برید ته په اشارې سره وویل، چې ۱۲ بې ګناه کسان پکې وژل شوي وو.

له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د وېستلو په اړه ښاغلي ټرمپ وویل:

"مونږ به په سم وخت کې (له افغانستان څخه) وځو."

خو دا یې یاده کړه، چې د افغانستان د جګړې ۱۹ کاله وشول او وویل، چې هلته د امریکايي پوځیانو رول د پولیسو دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG