لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکربلا دپېښې په یاد نن دعاشورې ورځ نمانځل کیږي


نن په لسم محرم په ګرد پاکستان کې د عاشورې ورځ‌ د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې نمانځل کیږي اؤ عذاداران داسلام د ستر پېغمبر محمد(ص) د لمسو په یاد کې ماتمي جلوسونه وباسي.

په لسم محرم دپېغمبر محمد(ص)لمسو د کربلا په میدان کې د اسلام دبقاء دپاره د خپلو سرونو قربانۍ ورکړې وې اؤ دهغوئ دغه قربانیو ته د عقیدت وړاندې کولو دپاره اوس هرکال‌ په اسلامي نړۍ کې دمحرم الحرام لمړۍ لس ورځې دماتم اؤ خفګان په توګه نمانځل کیږي.

په پاکستان اؤ افغانستان کې چې زیاتره په شیعه مسلمانانو ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې کیږي د محرم په ورځو کې دشیعه مسلک دماتمیانو دحفاظت دپاره کلک امنیتي ګامونه اخستل کیږي.

دعاشورې د ماتمي جلوسونو په مهال د پاکستان ټولو مهمو سترو ښارونو کې د موبائیل اؤ انټرنیټ خدمات ځنډول شوي .

پرون د شنبې په ورځ هم دنهم محرم د جلوسونو دپاره د ملک په غټو ښارونو کې د موبايل سروس بند کړی شوی ؤ.

د عاشورې جلوسونه په بېلابيلو ځايونو کې د خپل وخت په حساب راويستل کيږي او د ماښام او ماسخوتن پورې په خپلو ټاکلو لارو خپلو منزلونو ته رسي.

ټاکل شوې ده دپېښور نه به دعاشورې ټول ۱۲ماتمي جلوسونه اوځی چې دهغې دحفاظت دپاره پولیسو اؤ قانون پځائ کوونکو ادارو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

سرچینې وایي دخیبر پښتونخوا قبائيلي ضلعه کرمه ايجنسۍ کې د محرم د مياشتې پېل کېدو سره سم کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي د کرمي مرکز پاړه چنار او چاپېره علاقو کې د امنيت دپاره پوستې جوړې شوې او د کرمي نه د افغانستان سره په لګېدلې پوله سخته څارنه روانه ده.

دماتمي جلوسونو دحفاظت دپاره که چرته په لویې شمیر کې امنیتي عسکر ځائ پر ځائ کړل شوي نو هلته په ځېنو سیمو کې د هیلي کاپټرو دلارې هم ددغو جلوسونو هوایي څارنه روانه ده.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د پېښور په ګډون ډېره اسماعيل خان، ټانک، کوهاټ، هنګو ،کرمه،اورکزو، لکي مروت، بنو او هزاره ډويژن زیاتې حساسې سیمې ګڼل کیږي اؤ هرکال په دغو سیمو کې دمحرم په ورځو کې دامنیت ځانګړي ګامونه اخستل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG