لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغان دولت اؤ طالبانو دخپلمنځي خبرو پیل کولو غږ کړی


دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو خاص استازي تادامیچي په افغان افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې افغانستان کې دامن د ټېنګښت دپاره باید خپلو کې دسولې خپل خبرې پیل کړي.

تادامیچي یاماموتو دسه شنبې په ورځ دملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونده کې چې دافغانستان په اړه یې راپور وړاندې کولو،دافغان کشالې د هواري لپاره یې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دخپل منځي مذاکراتو پیلول مهم او له ارزښته ډک ګام وبللو.

نوموړي په ټنګار سره وویل شاید دافغانستان دحکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

تادا میچي یاماموتو سپارښتنه وکړه چې دسولې په مسوده کې دې درسنیو او دبیان دازادۍ،د بشري حقونو دساتنې او د هغې دپرمختګ لپاره ژمنې واخستل شي او ډټولنې دبیلابیلو اړخونو دښځو او ځوانانو حقونو ته دې پکې درناوی وشي.

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو خاص استازي په افغانستان کې پرعامو ولسي خلکو دبریدونو په ترسره کیدو اندیښنه څرګنده کړه او وئ ویل دبې ګناه ولسي خلکو وژنه جنایت دی.

نوموړي افغانستان کې د اوربند په ټینګښت تاکید وکړ او وئ ویل چې دسولې دمذاکراتو په پایله کې باید تاوتریخوالي کم او اوربند رامنځته شي.

دامنیت شورا غونډې ته په خبرو کې دملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادا میچي یاماموتو ویلي دسیمې هیوادونه او په ځانګړې توګه دافغانستان ګاونډي هیوادونه دافغان کشالې په هورایدو کې مهم رول ادا کولی شي.

یاماموتو ویلي دافغانستان دامن اوسولې ګټه نه یوازې افغان وګړو ته رسیږي بلکې ډیره ګته یې دامن په تړاو دسېمې هیوادونو ته هم رسیدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان دسولې مذاکرات دا مهال دریدلي دي او دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو پروسه وروسته له هغې چې طالبانو جګړې او بریدونه زیات کړل دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ددې مذاکراتو د دریدو امر وکړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG