لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایان د ناین الېون (9/11) بریدونو کلیزه لمانځي


واشنګټن: امریکایان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د 2001 کال د سپټمبر د میاشتې د یولسمې نېټې د هغو ترهګرو بریدونو کلیزه لمانځي په کومو کې چې په نیویارک، ویرجینیا او پینسلوېنیا ایالتونو کې کابو 3000 کسان وژل شوي وو.

له نن څخه 18 کاله وړاندې په همدې ورځ د القاعده ترهګرو څلور مسافر وړونکې الوتکې تښتولې وې او په نيويارک، واشنګټن او پېنسلوېنيا کې يې له ودانیو سره جنګولې وې.

ولسمشر ټرمپ به نننۍ ورځ په سپينه ماڼۍ کې د ماتمي غونډې نه پیلوي او بيا به په پوځي مرکز پنټګان کې يوه بله ماتمي غونډه کې ګډون کوي چې په دغه پېښه کې د وژل شویو خلکو کورنيو لپاره جوړه شوې ده.

تر ټولو لويه غونډه به په نيويارک ښار کې کېږي چېرې چې په همدې ورځ د القاعده ترهګرو د نيويارک ښار د ټولو نه په دنګو ودانیو، ورلډ ټرېډ سنټر باندې دوه غبرګې الوتکې وجنګولې.

د شورو په سهار له پينټګان سره د امریکا توغ یا بیرغ په نیم ښکته حالت کې وو.

په نیوریاک کې به له دغو پېښو څخه ژوندي راوتلي او د قربانیانو د کورنیو په سلګونو کسان سره راټول شوي وي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس به د پنسلوېنیا په مراسمو کې ګډون وکړي، چېرې چې د یونایټېد ایرلاین په مسافرو بار الوتکه هغه مهال وغورځېدله کله چې مسافرو له ترهګرو سره په الوتکه کې جګړه وکړه.

دا د امريکا په خاوره په کال 1941م کې د جاپان لخوا په پرل هاربر شوي بريد نه وروسته تر ټولو خونړي بريدونه وو، چې له القاعده سره تړلو 19 ترهګرو د څلورو الوتکو د لارې ترسره کړي وو.

په دغو 19 ترهګرو کې 13 تنه یې د سعودي عربستان وو.

له دغو بریدونو سره د امنیت په اړه د امریکایانو په فکر کې بدلون راغی او ژر وروسته ترې د امریکا د ولسمشر جیورج ډبلیو بوش په امر په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه پیل شوه.

امريکا او اېتلافي ځواکونو د دغو بريدونو څو اونۍ وروسته په افغانستان بريد وکړ او د طالبانو حکومت يې نسکور کړ چاچې د القاعده مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه.

خو په افغانستان کې جګړه لا تر اوسه هم روانه ده چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي.

امریکا او د طالبانو استازو نهه پړاوه د سولې خبرې وکړې خو د تړون د ځینو توکو د ښکاره کېدو سره سم د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له افغان او طالب استازو سره خپله لیدنه په کابل کې د طالبانو لخوا د بریدونو د دوام له امله کنسل کړه.

په هر صورت، امريکايې ځواکونو بیا د القاعده مشر اسامه بن لادن په 2011م کال کې د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې یوې پوځي چاوڼۍ ته څېرمه وواژه.

په پینټګان کې د برید ځای ژر وروسته جوړ کړای شو. د یو نوي نړیوال سوداګریز مرکز د ودانۍ جوړېدو زیات وخت ونیوه خو اوس یې د منهاتن د سکای لاین څخه په پورته کېدو سره د امریکا تر ټولو دنګې یا اسمان څکې ودانۍ نوم راخپل کړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG