لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې پوځي لګښتونه په زیاتېدو دي


واشنګټن: د ټولې نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۱۸ کال کې ۱.۸ ټریلینه ډالرو رسېدلې وو.

په سټاکهوم کې د سولې د نړیوالې څېړنې له انسټیټیوټ څخه پيټر ويزېمن وايي:

"مونږ باید دې ته د خبرداري په توګه وګورو، دا په دې معنی نه ده چې جګړې ته روان یو بلکه هغه څه دي چې باید ورته کلکه پاملرنه وشي."

د سړې جګړې نه وروسته تر ټولو لږ پوځي لګښت په ۱۹۹۸ کال کې وه.

بیا د سپټمبر د یولسمې یا سپټمبر الېون برید رامنځ ته شو.

په عراق او افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې له امله پوځي لګښتونه لا پورته شول تر هغو چې بیا د اوباما ادارې پوځي بودېجه راکمه کړه.

خو اوس پوځي لګښتونه بیا په زیاتېدو دي او دلیل یې هم د روسیې او چین هېوادونه دي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د سیاسي او پوځي چارو مرستیال کلارک کوپر وايي:

"مونږ دوه داسې هېوادونه وینو چې هڅه کوي داسې مقام ته ځان ورسوي چې لا تر اوسه هلته نه دي. مونږ نه غواړو چې داسې وشي. نه یواځې د امریکا د ګټلو له پلوه بلکه زمونږ د متحدینو لپاره هم."

امریکا په نړۍ کې د پوځي لګښتونو له دریو څخه یوه برخه ورکوي.

امریکا د الوتکو د لېږد ۱۱ بیړۍ، یوه ځواکمنه اټومي زېرمه، نوې پرمختللې جنګي جټ الوتکې جوړې او د خپلو سرتیرو شمېر یې ۲.۱ میلیونو ته پورته کړی.

کارپوهان دا مني چې د امریکا پوځ لا تر اوسه هم د برلاسي ځواک په توګه شتون لري.

د ولسواکیو د دفاع د بنسټ ( فونډېشن فار ډېفېنس اف ډیموکراسي) څخه براډلي بومن وايي:

"زه فکر کوم چې ځینو له روسي او چین څخه بلاوې جوړې کړي خو داسې نه ده. هلته ځینې کمزورۍ شته خو داسې برخې هم شته چې هغوی زمونږ څخه پرمخ تللي دي."

له امریکا وروسته چین په نړۍ کې د زیاتو پوځي لګښتونو له امله دوهم ځای لري.

چین په ۱۹۹۰ کال کې د نړۍ د پوځي لګښتونو دوه فیصده ورکولې خو اوس د نړۍ د پوځي لګښتونو ۱۴ فیصده چین برابروي.

براډلي وايي:

"زمونږ شریکان او متحدین چې له مونږ سره کار کوي، دا څاري او دوی هېڅ شک نه لري چې چین د خپل پوځي ځواک د نوي کولو او عصري کولو بهیر پیل کړی تر څو دوی په راتلونکې شخړه کې مونږ او زمونږ متحدینو ته ماته ورکړي."

چین په تېره لسیزه کې د الوتکو د لېږد دوه بیړۍ جوړې کړي او دریمې باندې اوس کار روان دی. دوی په خپله د جوړو کړو جټ الوتکو او سرتیرو شمېر زیات کړی چې د سرتیرو شمېر یې تر ۲.۵ میلیونو اوښتی.

چین په نوې ټکنالوژۍ کې هم پانګونه کړې د بیلګې په توګه داسې وسلې یې جوړې کړې چې د غږ له تېزوالي څخه تېزې دي.

پیټر ویزېمن وايي:

"د چین دې کارونو ته د هغو د ګاونډیانو لخوا د یو ګواښ په توګه کتل کېږي او دا ګاونډیان به بیا د هغوی په وړاندې غبرګون ښيي."

د بیلګې په توګه هندوستان یواځې په څلورو کلونو کې خپل پوځي لګښتونه ۱۱ بیلینو ډالره زیات کړل.

اوس هند د پوځي لګښتونو له پلوه په نړۍ کې څلورم ځای لري.

که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې روسیه د زیاتو پوځي لګښتونو په هېوادونو کې د پنځو مخکښو څخه غورځېدلی وه خو بیا یې هم د ناټو پام هغه وخت خپل ځان ته واړوه کله چې یې په ۲۰۰۸ کال کې په جیورجا او په ۲۰۱۴ کال کې په یوکریان باندې یرغلونه وکړل.

د ناټو ۲۹ هېوادونو په ۲۰۱۸ کال کې په ګډه ۹۶۳ بیلینه ډالره د پوځي لګښتونو په توګه لګولي چې دا د ټولې نړۍ د پوځي لګښتونو ۵۳ فیصده کېږي.
خو دا شمېره ښايي نوره هم زیاته شي ځکه امریکا پرې فشار راوستی تر څو د خپلو کورنیو تولیداتو دوه فیصده په دفاعي برخه باندې ولګوي.

د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر وايي:

"مونږ نشو کولای چې هېوادونه له دغه مسولیت څخه ازاد پرېږدو. تاسو نشۍ کولای چې ووايي دوه فیصده په ټکنالوژۍ لګول کېږی او یا پرې سړکونه جوړوو. زه نشم کولای د روسانو یو ټولي په سړک مات کړم. مونږ ريښتینې وړتیا ته ضرورت لرو."

د هېوادونو په توګه خلک بدو پېښو ته ځانونه تیاروي. د نړۍ قدرتونه په په دې ښه پوهېږي چې د دوی ترمنځ هره ممکنه شخړه به ډېر ویجاړی له ځانه سره ولري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG