د امریکا وتلی پخوانی ډیپلوماټ او د افغانستان لپاره د بن د کانفرانس بنسټګر جېمز ډابنز وايي، چې د صدر ټرمپ لخوا طالبانو سره خبرو ختمولو غټه وجه کېمپ ډېوېډ ته د طالبانو د تګ نه انکار وو.
جیمز دابنز وایس اف امریکا ډیوه ته په ځانګړې مرکه کې دعوه کړې ده، چې صدر ټرمپ غوښتل طالبان کېمپ ډېوېډ ته راتګ نه وړاندې د سولې لوظنامه لاسلیک کړي، او بیا په کېمپ ډېوېډ کې د ټرپ په مشرۍ کې دغه لوظنامه په رسمي ډول ترسره شي خو دا ورسره طالبانو و نه منل.
د امریکا وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ تېر د ګل په ورځ په خپله اداریه کې ویلي وو چې د طالبانو سره د امن خبرې اترې ځکه ختمې شوې چې طالبان کېمپ ډېوېډ راتګ ته او د صدر ټرمپ په مشرۍ کې د امن لوظنامې ته رسمي شکل ورکولو ته تیار نه وو.
جیمز ډابنز وايي:
"نوې خبره د کېمپ ډېوېډ د ملاقات وه ولې نور هرڅه سم وو او تیار شوي وو او هم ددې وجې د سولې خبرې ختمې شوې."
ایا دا خبرې به همداسې تړلې پاتې شي او که بیا به پیل شي، دې پوښتنې ته په ځواب کې جیمز ډابنز وايي:
"دا خبرې که څه هم بندې شوې دي دا به دوباره پیل شي خو پوښتنه دا ده چې څومره ژر؟"
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د وړاندې په پرتله په سوچ او فکر کې څه بدل شوي او که نه جیمز ډابنز وویل،
"طالبان هاغومره نه دې بدل شوی څومره چې افغان ټولنه په عمومي کچه بدله شوې ده په تېرو اتلسو کلونو کې."
هغه دا هم وویل، د سولې په غرض د طالبانو پرضد عملیات کول او په دوی فشار راوړل به بده خبره نه وي.
ډابنز وايي، د طالبانو سیاسي رول ته راتګ به د دوی د افغان ولس لپاره ارادې نورې هم څرګندې کړي چې دوی څه غواړي؟
نوموړي زیاتوي، امریکا د یولس سپټمبر د پېښې وروسته په افغانستان کې کال ۲۰۰۲ کې د طالبانو سره د جوړ جاړي غټه موقع د لاسه ورکړې ده ځکه چې د غه وخت د طالبانو یو شمېر وتلي کمانډران وسلې غورځولو ته تیار شوي وو.
هغه وړاندې وویل، د امریکا دا خیال وو چې پاکستان د طالبانو سره مرسته پرېښې ده خو داسې نه وه پاکستان د طالبانو د حکومت مرسته پرېښې وه خو د طالبانو سره یې اړیکې او مرسته جارې ساتلې وې.
جېمز ډابنز له ډیوې سره په دغې مرکه کې دا هم وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې مرسته کوي او په دې کې خپلې ګټې ویني.
دی وايي،
"پاکستان ددې لپاره هڅې کوي، که ددې په نتیجه کې طالبان په افغانستان کې کوم سیاسي رول ترلاسه کړي نو دا هم پاکستان خپله ګټه ګڼي."
جیمز وايي، امریکا که په پاکستان فشار زیاتول غواړي نو ډېرې قوي لارې ورسره نه دې پاتې ځکه چې د ټولو نه اغیزمنه ګام پر پاکستان مالي امداد تړل وو او هغه یې تر ډېره حده کړی دی.