لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسریلنکا کرکټ بورډ وایي ورته ویل شوي چې په ملي لوبډله یې پاکستان کې ترهګریز برید کیدای شي


دسریلنکا کرکټ بورډ وایي هغوئ ته خبرداری ورکړل شوی ؤ چې پاکستان ته یې دملي لوبډلې دسفر په مهال په لوبډله ترهګر برید کیدای شي.

خو دپاکستان کرکټ بورډ‌ بیا وایي چې دسریلنکا د کرکټ لوبډلې دتحفظ په اړوند معلومات یا استخباراتي راپور له هیچا پټ نه دی.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوالې خبري شبکې ای ایف پي له خولې لیکلي چې دسریلنکا دکرکټ بورډ وایي هغوئ ته د وزیراعظم د دفتر لخوا ویل شوي چې پاکستان ته دشپږو سیالیو دپاره دسریلنکا دملي لوبډلې دتګ په مهال په په لوبډله داحتمالي دترهګریزو بریدونو باوري معلومات ترلاسه شوي خو اوس به ددغو معلوماتو بیا دسره ارزؤنه کیږی.

کرکټ بورډ ویلي چې دسریلنکا حکومت به پاکستان کې دکېدونکو سیالیو نه وړاندې د امنیت د وضعې له هره اړخه جاج اخلي.

دسریلنکا کرکټ بورډ لخوا دترهګریز برید په اړوند دا اعلان پاکستان ته دتلونکې لوبډلې دنومونو اعلانونو لږه شېبه وروسته مخې ته راغلی دی.

دپاکستان کرکټ بورډ پخپل غبرګون کې ویلي پي سي بي دسریلنکا دکرکټ لوبډلې ته دبشپړ امنیت ورکولو ته ژمن ده اؤ په دې اړوند به سریلنکا کرکټ بورډ سره په ګډه خپل کار ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې دکال۲۰۰۹م دمارچ په میاشت کې هم دپاکستان په لاهور ښار کې دسریلنکا دکرکټ په ملي لوبډله ترهګریز برید شوی ؤ چې پکې اته کسان وژل شوي وؤ اؤ دسریلنکا دلوبغاړو اؤ مامورینو په ګډون اووه کسان ژوبل شوي وؤ

ددغه برید نه یوه اوږده موده وروسته په کال ۲۰۱۷م کې دسریلنکا ملي لوبډله دټي ۲۰سیالیو دپاره پاکستان ته تللې وه خو اوس دسریلنکا دلوبډلې ۱۰ؤ وتلو لوبغاړو پاکستان کې دکرکټ دسیالیو نه انکار کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې د۲۷مې نیټې نه کراچۍ کې درې یو ورځنۍ سیالۍ پیل کیږي اؤ ترهغې وروسته به بیا دپنځم اکتوبر څخه تر نهم اکتوبر دلاهور په قذافي لوبغالي کې د ټي‌۲۰ دلړۍ لوبې پیل کیږي .

ددغو ټولو سیالیو دپاره تیره ورځ دسریلنکا کرکټ بورډ دملي لوبډلو اعلان هم کړی دی چې دیو ورځنېو سیالیو مشري به یې لهیرو تهریمانی اؤ ټي‌۲۰ سیالیو مشري به یې داسن شناکا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG