لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دافغان پولې څخه خپل ځواکونه دکشمیر پولې ته لیږلي دي


دپاکستاني پوځ یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې هند سره د تاؤتریخوالي له امله پاکستان خپل څه ځواکونه دافغان پولې څخه هند سره دکشمیر ویشونکې پولې یا لائن اف کنټرول ته لیږلي دي.

امریکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې دپاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي کله چې هم هند سره دپاکستان تاؤتریخوالی سیوا کیږي نو بیا په هغه صورت کې خپل ځواکونه دافغان پولې نه اخوا کوي اؤ هند سره لګیدلې خپلې پولې ته یې استوي.

تیره اوونۍ دپاکستاني پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال افغان پولې څخه دځواکونو دلرې کولو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي وؤ چې” کشمیر زمونږ دمرۍ رګ دی اؤ دساتنې دپاره تر هر بریده تللی شو”

دپاکستاني پوځ دې لوړپوړي چارواکي ویلي چې سږکال دفرورۍ میاشت کې دپلوامه دبرید نه راپدیخوا د پاکستان اؤ هند پوځونه دتیارسۍ په حال کې دي.

دپلوامه ترهګریز برید کې شاوخوا۴۰هندي عسکر وژل شوي وؤ چې پړه یې پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې جیش محمد پغاړه اخستې وه خو هند ویلي وؤ دا برید دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکې کړی دی.

پاکستان دهند لخوا په ځان لګول شوي تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ.

ځېنې څېړونکي په دې نظر دي چې پاکستان دکشمیر شخړې ته دامریکا دپام راګرځولو په غرض دخپلې لویدېزې پولې څخه پوځیان ختیزې پولې ته لیږي.

امریکه کې داټلانټک کونسل دجنوبي ایشیاء سره تړاؤ لرونکی شجاع نواز امریکه غږ اردو څانګې ته ویلي پاکستان دامریکه په وړاندې یوه دوسیه یا کیس تیاروي.

هغه ویلي دهند لخوا دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو په سر دپاکستان اؤ هند ترمنځ دپیدا شوي تاؤ تریخوالي نه ډیر وړاندې دداعش په ګډون بهرنۍ ترهګرې ډلې پاکستان سره په پوله پرتو دافغانتان سرحدي ولایتونو ننګرهار،نورستان اؤ کونړ ته ننوتلي دي اؤ که چرېې له دې ترهګرو ډلو سترګې واړول شي نو دا به په پاک افغان پوله وضعیت نور هم تاؤ ژن کړي.

ښاغلي شجاع نواز زیاته کړې ده چې دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله دتاؤژنو حالاتو څخه په استفاده ترهګر پاکستان ته ننوتلی شي چې دا به پخپله دپاکستان په زیان وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG