لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا:څومره زر چې کیدای شي هند باید لانجمن کشمیر کې دټولټاکنو ژمنه پوره کړي


دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په هند غږ کړی چې دکشمیر مشرانو سره سیاسي اړېکې ځائ ته راولی اؤ په دغه لانجمنه سیمه کې چې څومره زر کیدای شي باید دخپلې ژمنې په اساس دټولټاکنو نېټه اعلان کړي.

مطبوعاتو ته په لیږل شوي خپل یو بیان کې دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورټاګس امریکه لیواله ده چې هند دخپلې ژمنې په اساس نه یوازې لانجمن کشمیر کې دټولټاکنو نېټه اعلان کړي بلکې دغلته دې دحالاتو ځائ ته راوستلو دپاره هم ګامونه واخلي

هند په پنځم اګست دخپل واک لاندې دکشمیر نیم خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ نړیوالې رسنۍ وایي چې نه یوازې ګڼ شمیر کشمیري مشران یې نیولي بلکې سیمه کې ګرځ بندیز هم پځائ کړی چې دخلکو ورځنی ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې پخپل بیان کې ویلي امریکه دسیاسي اؤ تجاراتي مشرانو په ګډون په لویه کچه دخلکو په نیونه اؤ ددغه ځائ په اوسېدونکو لګول شوؤ بندیزو باندې سخته اندېښنه لري.

بیان کې ویل شوي مونږ په چارواکو ټینګار کوؤ چې باید دانساني حقونو درناوی وکړي اؤ ددغه سیمې خلکو ته دانټرنیټ اؤ موبائیل فون په څېر اسانیو ته لاس رسی پځائ کړي.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وؤ دکشمیر په ستونزه اوس دهند اؤ پاکستان واټنونه راکم شوي دي خو هغه بیا هم د دواړو هیوادونو په خوښه دکشمیر په ستونزه منځګړتوب کولو ته تیار دی.

دهند لخوا دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ حتی دواړه هیوادونه یو بل ته په دغه مسله د جګړې ګواښونه هم کوي.

دکشمیر دځانګړي حیثیت ختمولو وروسته په نهم اګست قام ته خپله وینا کې دهند وزیراعظم نریندر مودي ویلي وؤ پاکستان دهند د ائین ۳۷۰مه ماده د جمو وکشمیر دخلکو دجذباتو راپارؤلو دپاره د یوې وسلې په توګه کاروله اؤ اوس به دغلته دامن بیرته راګرځېدو له امله نړۍ کې دامن په وده کې لاس امداد وشي.

هغه ژمنه کړې وه چې حکومت یې غواړي په جمو وکشمیر کې ټولټاکنې وشي ، ددې سیمې خلک خپل حکومت وټاکې اؤ باور ورکوم چې دوئ ته به په روڼ انده توګه د خپلو استازیو د ټاکلو موقعه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG