لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ای پی: طالبان له امریکا سره تړون غواړي خو ځینې په ډېره بیړه کې دي


واشنګټن: د افغان طالبانو مشران دا مني چې دوی له امریکا سره معامله غواړي خو ځینې له ځینو نورو څخه په زیاتې بيړه کې وو.

د اېسوسي اېټډ خبري ادارې په یو راپور کې لیکلي دي، چې د طالبانو د مرکچیانو او د ( د کوټې او پېښور) په شوراګانو کې د هغوي د مشرانو ترمنځ، کېمپ ډېوېډ ته په سفر باندې اختلافات وه مخکې له دې چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه دغه لیدنه کنسل کړه.

د طالب چارواکو په وینا شوراګانو کېمپ ډېوېډ ته د هغوی د سفر سره مخالفت کاوه او په هغو مرکچیانو یې ټکونه کول چاچې غوښتل په دغې لیدنه کې ګډون وکړي.

طالبانو له امریکا سره د یو کال څخه د زیات وخت راهیسې د قطر په پلازمېنې دوحې کې خبرې کولې، چېرې چې طالبان په افغانستان کې د خپل پخواني اسلامي امارت تر بیرغ لاندې دفتر پرانېستی دی.

د دوحې د دفتر ویاند سهیل شاهین د طالبانو الاماره خبري پاڼې ته د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي و چې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د اګسټ په وروستیو کې کېمپ ډېوېډ ته د راتګ لپاره طالبانو ته بلنه ورکړې وه.

طالبانو دغه بلنه په دې شرط منلې وه چې له امریکا سره شوی دغه تړون دې لومړی له قطر څخه اعلان شي.

دوی همدارنګه غوښتل چې د دغه تړون د لاسلیک مراسمو کې دې د پاکستان، روسیې او چین په ګډون د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم موجود وي.

د ای پي ادارې د یو طالب له خولې د نوم نه ښودلو په شرط لیکلي دي، چې دا لومړی ځل نه وه چې د طالب مرکچیانو او د شوراګانو ترمنځ اختلافات راپورته کېږي.

راپور زیاتوي، څو میاشتې مخکې شوراګانو د ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د سولې د مرکچي پلاوي مشر او د طالبانو مرستیال بنسټګر دی، هغه وړاندیز هم رد کړی وو چې امریکایانو ته یې ۱۴ میاشتې وخت ورکړی وه چې له افغانستان څخه خپل ۱۴۰۰۰ سرتیري وباسي.

شوراګانو ملا برادر ته ویلي وو چې په دې باید پوه شي چې دا خبره د دوی له دریځ سره په ټکر کوه او په دې باید پوه شي چې دی د شورا پرته په خپلواکه توګه پرېکړې نشي کولای.

XS
SM
MD
LG