لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:هیله کوؤ امریکا اؤ طالبان به بېرته خبرو ته را وګرځي


پاکستان وایي دافغان کشالې دهواري یوازینۍ لاره سیاسي خبرې اترې دي اؤ هیله ده چې امریکه اؤ طالبان به ډیر زر یوځل بیا دمذاکراتو ودرول شوې لړۍ پیل کړي.

د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټرمحمد فیصل ویلي په کیمپ ډیوډ کې دامریکایي صدر اؤ دطالبانو دلیدنې په منسوخېدو باید دافغان سولې اړوند ټول اړخونه د تشدد څخه ډډه اؤ د زغم څرګندونه وکړي.

دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ تیره اوونۍ کابل کې دطالبانو دېوې درنې بمي چاودنې وروسته طالب مشرانو سره په کیمپ ډيوډ کې خپله ټاکل شوې لیدنه اؤ دمذاکراتو لړۍ لغوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ دمذاکراتو لړۍ اؤ ترهګر بریدونه یوځائ دوام نه شي کولی .

په دغه چاودنه کې دیو امریکایي سرتیري په ګډون ۱۲کسان وژل شوي وؤ،خو طالبانو په چاودنه دامریکا چټک غبرګون ته ناتجربه کاري ویلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې ترڅو طالبانو امریکا سره دسولې کوم تړون نه دی کړی ترهغې په داسې یوه پېښه چټک غبرګون هغوئ(امریکا)سره نه ښایي

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل پاکستان افغانستان کې د سولې دپاره مدام دهغه عمل ملاتړ کړی چې مشري یې دافغانانو په لاس کې وي.

ښاغلي ډاکټر محمد فیصل وویل پاکستان تل دا دریځ لرلی دی چې افغان ستونزه دخبرو دلارې هواریدلی شي اؤ اوس هم دامریکا اؤ طالبانو څخه هیله لري چې یو ځل بیا به دمذاکراتو لارې ته راوګرځي.

خو دپاکستان ددې هېلې برعکس دوه ورځې وړاندې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ واضحه کړې وه چې طالبانو سره دسولې خبرو نه نوره ساه وتلې ده اؤ اوس به امریکا دهغوئ په ضد کوټلی طاقت کاروي.

طالبانو پخپله یوه اعلامیه کې ویلي د سولې دخبرو ودرولو تر ټولو زیات زیان به پخپله امریکا ته رسیږي اؤ ددې ترڅنګ یې جګړې ته (چې هغوئ ورته جهاد وایي)د دوام ورکولو هوډ هم ښکاره کړی

هغه په دې وروستیو کې په مطبوعاتو کې خپاره شوي دا راپورونه هم رد کړل چې ګنې د سعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو دبهرنیو چارو وزیرانو پاکستان ویلي چې کشمیر نه دې د مسلمانانو ستونزه نه جوړوي.

ویاند وویل تیره اوونۍ پاکستان ته دخپل سفر په مهال دواړو خارجه وزیرانو پاکستان سره یووالی ښودلی اؤ دکشمیر په ستونزه یې دملاتړ باور ورکړی دی.

په دغه مهال دیوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر فیصل ویلي چې پاکستان داسرائیل په رسمیت دمنلو دپاره هیڅ رقم ګامونه نه اخلي اؤ داسې خبرونه د بې اساسه پروپیګنډې یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG