لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې خبرې ولې ناکام شوې؟سپیناوي دپاره خلیلزاد دکانګریس دبهرنیو اړیکو دکمیټې غونډې ته وبلل شو


دامریکا دکانګریس دبهرنو اړیکو کمیټې مشر یلییوټ انګل افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد ددغه کمیټې غونډې ته راغوښتی ترڅو دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ د ودرول شوؤ مذاکراتو په هکله کمیټې ته معلومات ورکړي.

ټاکل شوې دکانګریس دبهرنیو اړیکو دکمیټې غونډه به راتلونکې اوونۍ کیږي اؤ ښاغلي انګل په ټوئټر لیکلي چې هغه هیله من دی چې زلمی خلیلزاد به دپنجشنبې په ورځ سحر لس بجې دغې غونډې ته حاضر شي.

ښاغلي یلیټوټ انګل لیکلي دګانګریس غړي دکانګریس غړي باید دزلمي خلیلزاد څخه مخامخ واوري چې دامریکه اؤ طالبانو ترمنځ خبرې ولې ودریدلې؟

دکانګریس دبهرنیو اړیکو دکمیټې مشر وایي ددغې کمیټې غونډې ته د زلمي خلیلزاد د حاضریدو امر یې وروسته له هغې لاسلیک کړی چې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت اؤ پخپله خلیلزاد تر دې وړاندې ددې کمیټې غونډې ته د زلمي خلیلزاد د ورتګ څو غوښتنې له پامه غورځولې وې.

انګل وایي دافغان سولې په اړوند روانو پټو خبرو ته یې نور دصبر جام ډک شوی اؤ وخت راغلی دی چې نوره باید دا اوږده جګړه پائ ته ورسول شي.

نوموړي زیاته کړې امریکایي صدر وایي چې افغانستان کې دسولې د روانو خبرو څخه ساه وتلې ده،خو مونږ پخپله دامریکایي حکومت د استازي له خولې اوریدل غواړو ولې اؤ په کومه برخه کې دسولې خبرې ناکامې شوې؟

صدر ټرمپ طالبانو سره دلیدنې اؤ مذاکراتو نه دا انکار وروسته له هغې کړی چې په دې وروستیو کې کابل کې په یوه چاودنه کې دیو امریکایي پوځي په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول اؤ طالبانو ددغه برید پړه پرغاړه واخسته.

صدر ټرمپ ددغه برید په غبرګون کې ویلي وؤ چې دسولې خبرې اؤ بریدونه په یو ځائ دوام نه شي کولی نو ځکه امریکا نور طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې خبرې دتیر یو کال راهسې قطر کې روانې وې اؤ دواړه خواؤ په دې وروستیو کې دعوه هم کړې وه چې دسولې یو غوڅ تړون ته نزدې شوي، خو په دې وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې خپلو ترهګریزو بریدونو کې شدت هم راوستی ؤ اؤ صدر ټرمپ دطالبانو دا عمل دهغوئ د بلیک میلنګ په نوم بللی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG