لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دپښتونستان غوښتونکي دانه وانه شوي اؤ دسندهو ویش خبرې کوونکي به هم دانه وانه شي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي دپاکستان دننه هیڅ صوبایي کرکې نشته،چاچې دپښتونستان چغې وهلې هغوئ دانه وانه لاړل اؤ اوس دسندهو ویش خبرې کوونکي به هم دانه وانه شي.

ښاغلي قریشي دا خبرې دجمعې په ورځ دپاکستان په پارلیمان کې دمخالفې ډلې پیپلز پارټۍ د وتلي مشر سید خورشید شاه دهغې وینا په غبرګون کې کړي چې ویلي یې وؤ پاکستان یو فیډریشن اؤ ګلدسته ده خو دا څوک تباه کوي؟

خورشید شاه پارلیمان ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې دائین په ۱۴۹مه ماده پیل کړل شوي بحثونه د فیډریشن په حق کې نه دي.

شاه محمود قریشي وویل” په پاکستان کې دائین درناوی ؤ،شته اؤ وي به،په صوبایي خپلواکۍ به مونږ نه تود باد هم ونه لګي اؤ مرکز د سندهـ دحکومت پرته له کومې وجې دچېړلو هیڅ اراده نه لري”

دپیپلز ګوند دمشر بلاول بوټو په مخاطب کولو هغه وویل “دا ستا دسیاسي سفر پیل دی،ستا له لوري که په جذباتو کې یا دچا په غولولو دسندهو وییش یا پښتونستان خبرې کیږي نو دا مناسبې نه دي”

هغه وویل “زه دبلاول بوټو وطن سره په مینه هیڅ شک نه لرم خو په سیاسي فشارونو کې د راتلو له امله داسې خبرې کول تا سره نه ښایي”

هغه پیپلز ګوند ته په مخاطبه خپله وینا کې ویل “تاسو داسې تاثر مه ورکوئ چې ګنې پاکستان کې صوبایي تعصب دی،داسې هیڅ تعصب نشته ، زه په دعوې سره ویم چې ژبه مې اردو ده خو سندهی یم اؤ که څوک سندهي ژبه وایي نو هغوئ هم سندهیان دي اؤ وطن سره مینه لري”

تر دې وړاندې دپیپلز ګوند وتلي مشر سید خورشید شاه پخپله وینا کې ویلي وؤ “دا قدرتي خبره ده چې کوم شیز مونږ جوړ کړو نو هغې کې غرور راځي اؤ دا ښه خبره نه ده”

خورشید شاه ویلي وؤ” پاکستان مونږ ټولو جوړ کړو،پنجاب هم پکې برخه لرله،دپښتونخوا خلکو هم جوړ کړی خو قراردادونه یوازې په دوؤ ځایونو بنګال اؤ‌سندهـ کې منظور شول،پاکستان یو فیدریشن اؤ یوه ګلدسته ده خو دا څوک تباه کوي”

خورشید شاه ویلي وؤ په داسې حال کې چې دهند وزیراعظم ته په اسلامي هیوادونو کې ایوارډونه ورکول کیږي،دطالبانو اؤ امریکې خبرې ناکام شوي اؤ دایران دګیس پائپ لائن پروژه هم رد کړل شوې ،دپاکستان دننه باید داسې معاملې راپورته نکړل شي چې دښمن ترې ګټه واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG