لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لائن اف کنټرول دهندي پوځ ډزو کې بل پاکستانی عسکر وژل شوی


دپاکستان پوځ وایي دکشمیر په ویشونکې پوله دهندي ځواکونو په ناتاره ډزو کې دپاکستان یو پوځي وژل شوی اؤ د تیرو دریوؤ ورځو په مهال د ډزو دا دویمه پېښه ده چې پاکستاني پوځیان پکې وژل کیږي.

تر دې درې ورځې وړاندې هم په لائن اف کنټرول دهندي عسکرو په ډزو کې دیو پاکستاني عسکر د وژل کیدو خبرونه مخې ته راغلي وؤ.

د ډزو په تازه پېښه کې د وژل شوي پاکستاني پوځي نوم ناصر حسین ښودلی چې دحوالدار په منصب یې دنده ترسره کوله اؤ شپاړس کاله وړاندې په پوځ کې شامل شوی ؤ.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي دپنجاب د نارووال سیمې سره تړاؤ لرونکی ناصرحسین دپاکستان د واک لاندې دکشمیر په جاجي پیر سیمه کې په ډزو لګیدلی اؤ مړ شوی دی.

پوځ دعوه کړې ده چې په دغه سیمه کې په ډز بندۍ څخه په سرغړونه د تیرو څو ورځو راهسې هندي ځواکونو د پاروونکو ډزو لړۍ پیل کړی ده خو هند لا په دغه هکله هیڅ نه دي ویلي.

تیره میاشت هم پاکستاني مطبوعاتو په لائن اف کنټرول دهندي پوځ ډزو کې د څلورو پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو راپورونه خپاره کړي وؤ.

په پینځم اګست دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر د نیم خپلواکه حیثیت ختمولو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې سختې تاؤژنې شوي اؤ مطبوعات دعوې کوي چې پاکستان هم خپل ګڼ شمیر ځواکونه دافغان پولې څخه لائن اف کنټرول ته لیږلي دي.

په ۲۰م اګسټ دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په هندي عسکرو یې ځوابي ډزو کې دیو افسر په ګډون شپږ هندي سرتیري وژلي اؤ دهغوئ دوه خندقونه یې هم تباه کړي دي.

دکشمیر په شخړه تر دې وړاندې هم دپاکستان اؤ هند ترمنځ درې ستر جنګونه شوي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې چې دا ځل د دواړو هیوادونو ترمنځ داټومي جګړې احتمال موجود دی.

وزیراعظم عمران خان اندوینه کړې چې پاکستان دپلوامه دپلمې په څیر دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې هم عملیات کول غواړي خو هغه وایي که هند داسې وکړل نو دسپیړې ځواب به یې په سوک ورکول کیږي.

دهند د پوځ مشر جنرل روات هم اوړمه ورځ دایشیاء نیوز انټرنیشنل یا ای این ایي سره یوه مرکه کې ويلي وؤ هندي پوځ دې ته تيار دی چې د پاکستان د ولقې لاندې کشمير هم آزاد او پخپله سيمه کې يې ورګډ کړي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ وخت په وخت په دغه مسله کې د مينځ کړيتوب وړانديز کړی خو هند ويلي د کشمير مسله د دوي کورنۍ مسله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG