لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د عالمزېب مسيد په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړې


د پاکستان سترې محکمې (سپريم کورټ) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ کې د نیول شوي فعاله غړي عالمزېب مسيد په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړې ده.

د پي ټي اېم مشر مشر منظور پشتين د عالمزېب مسید د ضمانت د منظورېدو ويلي دي.

نوموړي په ټويټر ويلي،" د نوموړي اتل ځوان عالمزیب ماسید د کراچۍ په ایف ائی ار کې ضمانت په سپریم کورټ اسلام اباد کې منظور شو".

پشتين ويلي، "عالمزیب اته میاشتې نه زیات وخت بېګنا قید د کراچې په زندان کې تېر کړو".

د پي ټي اېم مشر ويلی، د عالمزېب په ضمانت د خوشي کېدو دپاره اول د کراچۍ عدالت ته خواست شوی ؤ خو ياد عدالت دغه خواست رد کړی ؤ او بيا غورځنګ دغه خواست سپريم کورټ ته کړی او سپريم کورټ يې نن د ګل، دوشنبې په ورځ منظوري ورکړه.

د پي ټي اېم فعال عالمزېب مسيد د روان کال فرورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې هغه وخت پوليسو نيولی ؤ چې غورځنګ په کراچۍ کې يوه جلسه کړې وه.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم د يادې جلسې پرضد مقدمه درج کړی شوې او په دغه مقدمه کې مسيد نيول شوی ؤ.

منظور پشتين ویلي، د ملک په نورو برخو کې چې چرته هم د پي ټي اېم ملګري ګرفتار کړی شوي دي غورځنګ به يې د راخلاصولو دپاره هڅې دوامداره ساتي.

څلور ورځې وړاندې په مردان ضلع کې د پي ټي اېم مهم مشر اقبال هوتي په دې تور نيول شوی چې هغه د ریاستي ادارو پرضد په خلکو کې کرکه خوروله.

نزدې ۲۰ ورځې وړاندې د پي ټي اېم مخکښ فعالې او مشرې ثنا اعجاز وي او ای ډيوه ته ويلي ؤ دا وخت د پي ټي اېم دوه مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ، حنيف پشتين، بلال مسيد، عارف وزير، جمشيد وزير، امان الله وزير، دوست محمد، زبېر، اسماعيل مسید،قاضي طاهر، عبدالحۍ وزير دا ټول کسان د ملک په بېلابيلو زندانونو کې په تورونو کې بنديوان دي.

اعجاز ویلي ؤ چې پي‌ ټي ایم یو پرامنه تحریک دی او د ائین اږ قانون په دائره کې په دې خاوره د پښتنو دحقونو خبره کوي او د هغوي په ضد دکېدونکي ناقانونه چلند په ضد اواز پورته کوي او په دې خبره که دپي‌ ټي ایم مشران اؤ فعالین نیول کیږي نو دا په پښتنو کې دخپلو حقونو په اړه محرومۍ خوروي.

په ۱۶م اګست په واڼه کې په منظور پشتين او نورو ملګرو يې مقدمه درج شوې وه. د هغې په غبرګون کې منظور پشتين ويلي ؤ، هغه ته پوره ياد نه دي خو ملګري يې ورته وايي چې په هغه د ۳۰ نه زياتې مقدمې درج شوي دي.

هغه زياته کړې وه دغه ډول مقدمې به يې هلې ځلې کمې نه کړي او دنيا وليدل چې ملګري يې پرامن دي د تحریک ملګري يې په شا نه شو.

د پاکستان حکومت او پوځ په پي ټي اېم تورونه لګوي چې د بهرنيو هېوادونو څخه ورته پېسې ورکول کيږي، اود پي ټي اېم په غړو د غدارۍ او د رياست پرضد هلوځلو کې د ککړتيا او ترهګرۍ مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم دغه تورونه ردوي او وايي غورځنګ د ملک د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG