لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: ترهګري د سیمې او نړۍ د پرمختګ او ودې مخه نیسي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي افغان ولس تل په میړانه د ازادې ولسواکۍ او جمهوري نظام له ارزښتونو دفاع کړې ده او هیڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې دښمن خپلو شومو موخو ته ورسیږي.

اشرف غني په کابل کې د دفاع وزارت په بشري منابع او په پروان کې د چاریکار ښار په لومړۍ حوزې اړوند د تربیوي مرکز د ترهګریزو بریدونو غنده کړې او د ایې د بشر ضد جنایتونه ګڼلي دي.

افغان چارواکو ویلي د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې په موټرسایکل د شوي ځانمرګي برید په پایله کې د ۴ امنیتي سرتیرو په ګډون ۲۶ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي

یو بل ځانمرګۍ برید چې په کابل کې د ملي دفاع وزارت د بشري منابع په دروازه کې ترسره شو له امله یې د کورنیو چارو د وزارت په وینا ۶ تنه افغان پوځیان او ۱۶تنه ولسي خلک وژل شوي او ۳۸ تنه ولسي خلک ټپیان شوي دي.

دواړه ځانمرګي بریدونه چې د سه شنبې په ورځ غرمه مهال ترسره شوي طالبانو یې زمه واري منلې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا امریکا غږ ډیوې ته په استول شوې خبرپاڼه کې اشرف غني ویلي طالبان په افغانستان کې سولې اوثبات ټینګښت ته اراده نه لري.

ولسمشر ویلي طالبان له امریکا متحدو ایالتونو سره د سولې په مذاکراتو کې پاتې راغلل او له همدې امله یې په عامو ولسي خلکو ترهګریز بریدونه زیات کړي دي.

اشرف غني طالبان د جمهوریت نظام دښمنان ګڼلي او ویلي دي چې دا ډله به هیڅ وخت خپلو موخو ته ونه رسیږي.

همداراز د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې بلې خبر خپرپاڼه کې د سعودي عربستان په ارامکو کې په تاسیساتو شوي بریدونه غندلی او دایې جنایت او ترهګریز عمل یاد کړی دی.

په دې بیان کې ولسمشر غني ویلي ترهګرۍ دسیمې او نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ او په سیمه کې د ودې او پرمختګ پروړاندې خنډ دی.

افغان ولسمشر اشرف غني دافغانستان د دولت او ملت په استازیتوب دسعودي عربستان له خلکواو د سعودي عربستان له پاچا سره په دې بیان کې همدردی څرګنده کړې او ویلي دي چې دترهګرۍ دشومې پدیدې پروړاندې باید ګډه مبارزه ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG