لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: تر څو چې طالبان بریدونه و نه دروي ورسره مذاکرات نه کوو


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واضح ډول ویلي چې تر څو د ترهګرو بریدونه دوام ولري، د طالبانو سره هیڅ ډول مذاکرات نه کوي.

امریکا په کابل او پروان کې د سې شنبې يا نهې ورځ بریدونه په سختو ټکو غندلي د کومو پړه چې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه واخیست. په دغو بریدونو کې د ماشومانو، مېرمنو او نورو ولسي وګړو په شمول شاوخوا ۴۸ کسان ووژل شوه او تر ۸۰ هم زیات کسان په کې ژوبل شوه.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه خبرې له هغه وروسته مخې ته راځي چې د سې شنبې یا نهې په ورځ طالب مرکچي عباس ستانکزي د بي بي سي پښتو سره په مرکه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ باندې غږ کړی چې پر خپل هغه ټوېټ دې یو وارې بیا غور وکړي چې پکې یې د طالبانو سره د سولې خبرې ختمي کړي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د تيرو ۹ میاشتو راهسې د مذاکراتو لړۍ دوام درلودل خو کله چې طالبانو تېره اونۍ په کابل کې په یو ځانمرګي برید کې د ناټو د یو پوځي په ګډون ۱۲ ولسي وګړي ووژل نو ولسمشر ټرمپ په خپل یو ټويټ کې دا خبرې ختمې کړې.

بلې لورې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شورو یا چهارشنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې له وسلوالو طالبانو سره دې د سولې خبرې بیا پیل کړي. ټاکل شوې ده چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان به په نیویارک کې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG