لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني سره دعمران خان ټیلي فوني تماس،افغان سوله کې یې دهمکارۍ ډاډ ورکړو


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره ټيلي فوني اړیکه نېولې ده اؤ هغه ته یې ډاډ ورکړی چې پاکستان به افغانستان کې دسولې اؤ‌ ثبات دټینګښت په کار کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دپاکستان دولتي راډيو وایي وزیراعظم عمران خان په دې ټيلي فوني اړیکه کې کابل کې د سه شنبې په ورځ دشوؤ ترهګرېزو بریدونو هم سخته غندنه کړې اؤ ښاغلي اشرف غني ته یې په دغو بریدونو کې دبېګناه افغانانو په وژنه دتسلۍ مراتب وړاندې کړي دي.

ښاغلي خان افغان ولسمشر ته ویلي چې پاکستان افغانستان کې تل دامن اؤ ثبات دپاره هڅې کړي اؤ‌ په راتلونکي کې به هم دخپل ګاونډیتوب دحق ادا کولو دپاره افغانستان کې دامن دټینګښت په چارو کې کوټلی لاس امداد وکړي.

تر دې وړاندې څلیریشت ساعته د تورخم د دروازې د پرانستي په مهال خبریالانو سره خبرو کې وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ نیویارک کې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ سره دلیدنې په مهال به له هغه وغواړي چې طالبانو سره دسولې خبرې باید بیرته پیل کړي.

خبریالانو سره خبرو کې عمران خان ویلي وؤ که چرې دامریکا اؤ طالبانو د سولې خبرې پرمخ ولاړې نه شي نو دا به ډیر زیان ولري .

هغه ویلي وؤ که چرې دطالبانو اؤ امریکه ترمنځ دسولې تړون شوی ؤ نو تر هغې وروسته به مونږ طالبانو دافغان دولت سره خبرو ته کښېنولي وؤ اؤ په افغانستان کې به دسولې لاره راویستل شوې وه.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ روانه میاشت کابل کې دپرله پسې ترهګریزو بریدونو نه وروسته طالبانو سره دسولې خبرې ودرولي خو دطالبانو یو لوړپوړي مشر عباس ستانکزي تیره ورځ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ هغوئ خپلې دروازې اوس هم دمذاکراتو دپاره امریکا پرانستې پرېښي دي.

روانه اوونۍ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وؤ طالبان اوس پخپلو کړنو ستومانه شوي‌ دي خو امریکا به ورسره ترهغې دوباره خبرې نه پیلوي ترڅو چې یې دترهګرۍ نه لاس نه وي اخستی.

XS
SM
MD
LG