لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت: امکان شته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بيا پېل شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، که وسله وال طالبان له تاو تریخوالي لاس واخلي شونې ده چې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پېل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د شورو، چارشنبې په ورځ د خبري کنفرانس په مهال وويل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د بیا پېل کولو دپاره اړینه ده چې دا ډله نور له تاوتریخوالي لاس واخلي.

نوموړي وویل "د دې احتمال شته چې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا پېل شي خو هغه څه چې د دې مذاکراتو د پېل دپار مهم دي هغه دا دي چې طالبان باید په دې پوه شي چې د تاوتریخوالي په دوام سره د مذاکراتو د بیا پیل ناممکنه دي".

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو له اودرېدو وروسته د طالبانو استازو لومړی سفر روس ته ترسره شو او دویم سفر یې هم تهران ته درلود او له ایراني چارواکو سره یې د افغانستان د کشالې په تړاو خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي د خبري کانفرنس په مهال د طالبانو په سفرونو نیوکه وکړه او د سیمې له هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د طالبانو د استازو سفرونو ته رسمي بڼه ورنه کړل شي.

احمدي وايي طالبانو اوس سیمه ییز سفرونه پېل کړي دي او ټاکل شوې چې یو شمېرنورو هېوادونو ته هم سفرونه ترسره شي او مونږ به هغه مهال د هېوادونو لخوا د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکراتو له هڅو ملاتړو وکړو چې دا هېوادونه د طالبانو سفرونو ته رسمي او حکومتي بڼه ور نه کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات چې نزدې یو کال کې تر ۹ پړاو ورسېدې او د سولې موافقه هم په کې وروستی شوې وه وروسته له هغې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اودرېدو امر وشو چې د طالبانو لخوا په کابل کې د یو ځانمرګي برید په مهال د یو تن امریکایي په ګډون ۱۲ تنه وژلي وو.

د سولې د مذاکراتو له درېدو وروسته په افغانستان کې دا مهال تاوتریخوالي او جګړې زیاتې شوي دي.

د افغانستان حکومت او د ولس استازي وايي ترهغې چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ مذاکرات ونه کړي او د سولې د خبرو لپاره لومړی شرط چې هغه اوربند دی رامنځته نه شي له دې پرته امن او سوله په افغانستان کې نه شي راتلی.

XS
SM
MD
LG