لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکې ګلالۍ اسماعیل امریکې ته ورسېده


د پاکستان د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکې او بشرپاله ګلالۍ اسماعیل تر څو میاشتنۍ بې درکۍ وروسته درې ورځې مخکې امریکې ته رسېدلې خو کورنۍ یې ورڅخه بې خبري ښوولې ده.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې ادارې هیومنیسټ انټرنېشنل پر خپله ویبپاڼه خبر او د ګلالۍ اسماعیل عکس خپور کړی، چې وایي هغه د ملګرو ملتونو په مرسته نیویارک ته رسېدلې او ژوند یې خوندي دی.

هیومنیسټ انټرنېشنل د ګلالۍ اسماعیل یو ږغیز کلیپ هم خپور کړی، چې هغه پکې امریکې ته د رسېدو خبره تاییدوي او وایي هڅه کوي په امریکا کې سیاسي پناه واخلي چې ژوند یې خوندي شي. ګلالۍ پخپلو خبرو کې وایي:

"تېرې څو میاشتې ډېرې ځوروونکې وې، ماته ګواښونه کېدل، ځورول کېدم او زه نېکمرغه یم چې ژوندۍ یم".

د هیومنیسټ انټرنېشنل ادارې مشر ګیري میکللینډ امریکې ته د ګلالۍ اسماعیل په خوندي رسېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي اداره یې له یوه کاله په دې بوخته وه چې د ګلالۍ خوندیتوب باوري کړي:

"د بشري حقونو له نورو تنظیمونو، این جي اوګانو، حکومتونو او نړیوالو ایجنسیو سره په ګډه په دې وتوانېدو چې د ګلالۍ د حالت په اړه خبرتیا او اګاهي خپره کړو".

پر 33 کلنه ګلالۍ اسماعیل باندې په پاکستان کې د ریاستي ادارو په ضد د پاروونکو ویناوو په تور مقدمه درج شوې وه، چې په دې ترڅ کې امنیتي ادارو څو ځله ورڅخه پوښتنې ګروېږنې هم وکړې، خو بیا ضمانت ورکړل شو. ګلالۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې بې درکه وه، چې کورنۍ یې هم ځنې خبره نه وه، خو هغه وایي ژوند ته د ور پېښو خطرونو له امله یې ځان پټ ساتلی وو.

پروفیسر اسماعیل پر فېسبوک لیکلي امریکې ته د لور په رسېدو خوشاله دی خو وایي دوی خبر نه وو چې لور یې دا څو میاشتې چېرې وه. پروفیسر اسماعیل لیکلي:

"دا موږ نه وو چې د ګلالۍ د ځای ځایګي په اړه دعوه وکړو بلکې دا همدغه د پاکستان نالایقه ریاست وو چې په پېښور کې یې د دې [ګلالۍ] د نیولو اعلان وکړ او بیا یې په لیکلې بڼه ملګرو ملتونو ته خبر ورکړ چې هغه له دوی سره ده".

د ګلالۍ اسماعیل پر پلار پروفیسر محمد اسماعیل او مور هم باندې هم په تېره جولای میاشت کې د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو مقدمه جوړه کړې وه او پر دوی یې تور لګولی وو چې بېنکي اکاونټونو ته یې له هنده پیسې ورځي چې وایي دوی یې د ترهګرۍ د ودې لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG