لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سږکال څه کم نهه زره کسان د ډینګي په ناروغۍ اخته شوي


په پاکستان کې د ډینګي ناروغۍ نه یوه وبا جوړه شوې ده اؤ دصحت محکمې چارواکي وایي سږکال تر اوسه په ګرد هیواد کې اته زره اؤ۹۳۳کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې پخپل یو راپور کې د صحت دمحکمې(نیشنل انسټي‌ ټيوټ اف هیلتهـ) دیو لوړپوړي چارواکي ډاکټر رانا صفدر له خولې ویلي چې دخیبر پښتونخوا څخه تر اوسه ۱۶۱۲،دسندهـ څخه ۲۱۳۲،پنجاب څخه ۲۰۷۶،بلوچستان څخه ۱۷۷۲،اسلام اباد څخه ۱۲۰۶ اؤ دپاکستان دواک لاندې کشمیر څخه د ډینګي ناروغۍ ۹۲ پېښې ثبت شوي دي.

دصحت دمحکمې دغه چارواکی وایي تر اوسه ۱۶کسان د ډینګي ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي چې هغې کې اته کسان دسندهـ،درې داسلام اباد،درې د بلوچستان اؤ دوه د پنجاب صوبې سره تړاؤ لري.

د ډینګي ناروغي د یو خاص قسمه ماشي په خوړلو سره انسان ته لګي اؤ دپېښور دلیډي ریډنګ هسپتال د ډینګي تبې فوکل پرسن ډاکټر زبیر بهټي ډیوه ته ویلي ډینګي ماشی چې څوک وچیچي نو دریو ورځو نه تر ددو اوونو پورې ددې نښې راښکاره شي. د بنده تبه وي اؤ ولټیانې کوي، په سر دړد وي او خوراک ته د بنده زړه نه کیږي.

ډاکټر زبیر زیاتوي د ډینګي څلور قسمونه دي، ړومبي درې یې خطرناک نه دي په معمولي داروګانو مریض جوړ شي او دې کې خو څلورم قسم کې د مریض د پوزې او غوږونو نه وینه راروانه شي او دداسې مریض درملنه فقط روغتون کې کیدی شي.

وایي دا وخت د ډینګي په ضد د واکسینو جوړولو څیړنې غربي نړۍ کې روانې دي خو دا واکسین لا نه دي جوړ شوي نو ځکه زیات احتیاط ته اړتیا ده چې خلق د اوړي موسم کې ځان د ماشو څخه وژغوري.

ډاکټر زبیر وایي د ډینګي ماشی سحر د نمرخاته او ماښام د پریوتو په وخت زیات فعاله وي خو دا ماشي د ورځې په رڼا کې هم انسان چیچلی شي.

هغه وایي دا ماشی پاکو اوبو کې ژوند او خپل نسل سیوا کوي نو ځکه باید خلق کور کې لوخو کې دپرانستو پاکو اوبو ساتلو څخه ډډه وکړي.

دخیبر پښتونخوا دصحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله وایي مونږ د ډینګي د مخنیوي لپاره یوه څانګه جوړه کړې ده کومه چې د ورځې شپې څلیریشت ساعته په دې نظر لري او دحکومت د صحت دمحکمې تر څنګ نورې نولس محکمې هم دې لړ کې فعاله دي.

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي د څو کلونو د تجربو نه روسته سږ کال حکومت سم د جنورۍ د میاشتې نه د ډینګي د مخنیوي لپاره کار شروع کړی دی او د تیرو کلونو په څیر دا ځل هم پیښور ضلعه زیاته اغیزمنه ده.

ده دوه کاله وړاندې په کال ۲۰۱۷م کې ډینګي پیښور کې وبایي شکل اخستی وو، د یو لک شلو زرو نه زیاتو تنانو کې دډینګي ماشي جراٍثیم موندل شوی او اویاو پورې تنان مړه شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG