لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کشمیر ته "جهاد" له د تګ د مخالفت په اړوند امریکا د عمران خان بیان ستایلی


امریکې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د دغه بيان هرکلی کړی چې پکې خان ويلي ؤ، "که د پاکستان نه څوک لانجمن کشمير ته جګړې له ځي هغه به د پاکستان او او کشميريانو دواړو دښمن وي".

د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت د سويلي او منځنۍ اسيا دپاره مرستيالې استازې اېلس ويلز د عمران خان بيان ستايلی دی.

عمران خان دوه ورځې وړاندې په پېښور کې کشمير ته د تلونکو په اړوند دغه خبره کړې وه.

اېلس ويلز ویلي، امریکا د عمران خان د دغه مهم بيان سره اتفاق کوي چې تندلاري کشمير ته تشدد له ځي د پاکستان او کشميريانو دښمنان دي.

د پاکستان وزیراعظم دغه بيان په داسې حال کې ورکړی چې پاکستان د هند د ولقې لاندې کشمير کې تورونه لګوي چې د هند حکومت په خلکو زور زياتي کوي.

او په عېن حال کې پاکستان وايي د کشميريانو سره سياسي او اخلاقي مرسته کوي او په پاکستان کې د کشميريانو سره د يو والي دپاره مظاهرې هم کيږي.

په وروستيو کې په سوشل ميډيا ځينې داسې ويډيوز هم خپرې شوي چې پکې خلک په ګاډو کې ناست دي او وايي د کشميرد ازادولو دپاره د هغوي مرستې له ځي.

هند د اګست په مياشت کې د هندي کشمير ځانګړی حیثيت ختم کړی او د کشمیر په اړوند د ارټيکل ختمولو سره اوس هندي کشمير د هند ریاست ګڼل کیږي.

پاکستان د هند دغه ګام غندلی او هند ويلي ؤ دا يې کورنۍ معامله ده پاکستان دې پکې لاس وهنه نه کوي. او له دغې وروسته د هند او پاکستان تاوژنې اړيکې نورې ترينګلې شوي دي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې د هندي کشمیر په پلوامه علاقه کې په هندي ځواکونو يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې د ۴۰ نه زیات سرتيري وژل شوي وو.

د ياد بريد زمه واري په پاکستان کې موجودې تندلارې ډلې جېش محمد منلې وه.

XS
SM
MD
LG