لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا د کانګرس غړي: ټرمپ انتظامیې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ډېرې خبرې پټې ساتلې


واشنګټن ـــ د صدر ټرمپ له خوا د افغان سولې د مذاکراتو له تړلو وروسته په واشنګټن کې د کانګرس غړي، پخواني ډیپلومېټان او څېړونکي وایي، د ډېرو پوښتنو ځوابونه ښکاره نه دي، خو خبرې اترې دې بیرته بحال کړل شي.

د پټو دروازو شاته د افغان سولې لپاره د امریکا خصوصي استازي زلمي خلیلزاد اورېدو وروسته د امریکا د کانګرس د خارجه چارو د کمېټۍ مشر ایلیټ اینجل وي او اې ډیوه ته وویل:

"د خلیلزاد تر اورېدو وروسته اوس زه فکر کوم [له طالبانو سره د خبرو په اړه] د ډېرو پوښتنو جوابونه نه شته، خو پکار ده چې دا خبرې بیرته زر تر زر پیل شي او په دې کې له کانګرس سره هم سلا مشوره وشي".

د زیارت- پنجشنبې په ورځ د کانګرس په ودانۍ کې د افغانستان د سولې د عمل په اړه د یوې اورېدنې په وخت د کانګرس غړو ډېرې بنیادي پوښتنې را پورته کړې، چې آیا د دې لوظنامې په نتیجه کې به طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښېني که نه، دوی به له تشدده لاس واخلي که نه او پر طالبانو څومره باور کېدای شي چې دوی به پرامنه پاتې شي او دا چې د دې لوظنامې په اړه د صدر ټرمپ انتظامیه ولې دومره پټه خوله ده.

دغو پوښتنو ته د جنوبي او مرکزي اېشیا لپاره د خارجه وزارت موقتي مرستیالې سیکرترې اېلس ویلز کوم واضح ځواب ور نه کړ، خو دا به یې ویل چې د جنوبي اېشیا لپاره د صدر ټرمپ د سټرېټیجۍ تر مخه په افغانستان کې ټولې فیصلې د ځمکنیو حالاتو په اساس کېږي او دا چې امریکا د سولې د تړون په نتیجه کې د امن تمه لري.

اېلس ویلز
اېلس ویلز

په کانګرس کې د مخالفه سیاسي ګوند ډیموکرېټ غړي ټیډ لېو وي او اې ډیوه ته په ځانګړې مرکه کې وویل:

"صدر ټرمپ د افغانستان په اړه د یوې واضحې سټرېټیجۍ په جوړولو او له طالبانو سره په لوظنامه کې ناکامه ښکاري".

په کانګرس کې د ریپبلکن ګوند غړي سکاټ پېري وي او اې ډیوه ته وویل، موږ ته به له طالبانو سره د خبرو چوکاټ بدلول وي، خو حقیقت دا دی چې د امریکا دښمنان به وي او په افغانستان کې به موجود وي خو داسې نه شي کېدای چې موږ ټول عمر په افغانستان کې پاتې شو.

د پاکستان کردار:

د صدر ټرمپ له خوا د خبرو اترو د عمل له تړلو وروسته د پاکستان په کردار یو وار بیا پوښتنې را پورته شوې دي، چې آیا دا هېواد په دې خبرو کې خپل رول پوره لوبوي که نه.

د امریکا پخوانۍ ډیپلومېټه او د انټرنېشنل کرایسز ګروپ اوسنۍ چارواکې لارل میلر وي او اې ډیوه ته وایي، چې د پاکستان کومک د وړاندې په پرتله څه زیات ښکاري او دا ځکه پاکستان ګڼي په دې کې يې خپله ګټه ده. وي او اې ډیوه ته یې په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي:

لارل میلر
لارل میلر

"دا زما لپاره د حیرانتیا خبره نه ده چې پاکستان د وړاندې په پرتله لږ زیات کومک کوي او دا ځکه چې هغه خپله ګټه ويني چې طالبان به په واک اختیار کې راشي".

څېړونکي وایي په افغانستان کې د سپټمبر په 28مه نېټه کېدونکو صدارتي ټاکنو وروسته خبرې اترې باید بحال شي، ځکه چې د دوی په وینا که نورې وځنډول شي نو په مذاکراتو کې د توندۍ ماتېدو امکان دی.

XS
SM
MD
LG