لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ډېورنډ په اړوند د افغان حکومت بيان غېر زمه واره او غېر ضروري بللی


پاکستان ويلي د ډېورنډ په اړوند د افغان دولت بيان غېرزمه واره او غېر ضروري دی. افغان دولت د زيارت، پنجشنبې په ورځ ویلي ؤ چې د ډیورنډ د کرښې په اړه د افغانستان په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

پاکستان د افغانستان سره لګېدلې د ډېورنډ کرښې ته د نړیوال سرحد نوم ورکوي خو افغانستان مدام د نړیوالې پولې په توګه د دې کرښې د منلو څخه انکار کړی چې په دې معامله زیاتره وخت د دواړو هیوادونو اړېکې تاؤژنې پاتې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ هم د ډېورنډ په اړوند خپل زوړ دريځ تکرار کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله په نړيوال کچ او کنونشنو ترمخه منل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سرکاري تسليم شوی سرحد دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د تورخم پوله يې د ۲۴ ساعتونو دپاره پرانستې چې د دواړو هېوادونو خلکو او سوداګرو ته ترې ګټه ورسي.

او د ډېورنډ په اړوند يې د افغان دولت بيان ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او مرستې ژمنې ته زيان اړونکی ويلی او زیاته کړې يې ده بايد د دغه ډول بيانونو څخه ډډه وشي.

د زیارت، پنجنشنبې په ورځ د افغانستان د صدر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي یو خبري کانفرنس ته په وینا کې وویل د تورخم د تجارتي دروازې په پرانستلو سره پاکستان د افغانانو دپاره یو سهولت رامنځته کړی اوس به افغانان کولی شي چې ۲۴ ساعته په تورخم تیر شي که هغوی مریضان دي او که تجاران دي دا یو اداري سهولت دی چې رامنځته شو او دا هیڅ یو سیاسي فېصله هم نه ده.

نوموړي وویل"هغه څه چې په لوحه يا تخته کې لیکل شوي دي هغه د پاکستان دریځ دی مونږ یې په رسمیت نه پيژنو، زمونږه سیاسي موقف واضح دی دا فرضي خط د ډیورنډ دی او دا دې ډیره واضحه وي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG