لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې د ايران په قومي بېنک بندېزونه لګولي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي د ايران په قومي بېنک يې بندېزونه لګولي دي، هغه ويلي دا په کوم ملک لګول شوي تر ټولو زيات بندېزونه وي.

صدر ټرمپ د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو د بريدونو تور په ايران لګولی او د خزانې وزارت ته يې په ايران د بندېزونو سېوا کولو ويلي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو برید ته جنګي اقدام ويلي او ايران يې زمه وار ګرځولی دی.

ايران دغه ډول تورونه ردوي.

او د ايران صدر حسن روحاني ویلي ؤ دا بريدونه د سعودي عرب د پوځي اتحاد په يمن کې عملیاتو په غبرګون کې شوي او د يمن اولس د خپلې دفاع حق لري.

صدر ټرمپ تراوسه پورې د دې نه ډډه کوي چې تهران په يقيني توګه په سعودي عرب د بريدونو زمه وار دی.

په امریکا کې پوهان وايي د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو کروز ميزايلې داغل او ډرون څرګندونه کوي چې دا کار ايران کړی دی.

XS
SM
MD
LG