لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: "که طالبان سوله غواړي مونږ د یوې شېبې دپاره هم د جګړې دوام نه غواړو"


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي " که طالبان سوله غواړي مونږ د یوې شېبې دپاره هم د جګړې دوام نه غواړو، او دلته يو ځل بيا په صراحت سره اووايم چې د ټولو قتلونو او خونرېزيو ګناه د هغه چا په غاړه چې سوله او اوربند نه مني".

اشرف غني د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام کې ويلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت بيا بيا د اوربند غوښتنه کړې ده او واقعي سولې ته د رسېدو دپاره پکار ده چې اوربند وشي او د وینې توېدل بند شي.

نوموړی وايي "جګړه د حل لاره نه ده سوله الهي امر دی".

په خپل پېغام کې افغان ولسمشر وايي، د اسلامي نړۍ د ټولو فتوی ټولو معتبرو مرکزونو او ټولو منل شوؤ ديني مراجع په افغانستان کې جګړه حرامه بللې ده.

افغان ولسمشر دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې امریکا ودرولي دي.

افغان چارواکي وايي امکان لري چې د افغانستان د سولې په اړوند د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بيان روانې شي.

اشرف غني پرون ماښام له خېبر پښتونخوا، کوټې او بهرنیو هېوادونو څخه کابل ته د افغان امن نړیوال کنفرانس ته ورغلو پوهانو او سیاستوالو سره ليدلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ښاغلي غني ته د امن نړیوال د دوه ورځني کنفرانس او د یاد کنفرانس په بېلابېلو کمېټو کې د جنګ د لاملونو، د هغه د له منځه وړلو او د سولې د راوستو په اړه د شویو بحثونو په هکله معلومات ورکړل.

ارګ د يادې ناستې په اړوند ويلي په دغه موقع اسفندیار ولي خان په ټينګار سره وویل، د سولې مذاکرات باید د افغان دولت په مالکیت ترسره شي.

ولمشر غني مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، "جنګ حدود نه لري، ځکه چې تحمیلي جنګ د ډیورنډ دواړو غاړو ته ولسونه متضرر او د ښځو او ماشومانو په ګډون مشران قرباني شوي او لا هم هره ورځ قرباني کېږو".

هغه زیاته کړه، "روان جنګ د ثبات، هوساینې او انکشاف اصلي مانع دی، نو د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه او خلک باید د باعزته او تلپاتې سولې لپاره دغه جنګ او بحران ته د پای ټکی کېږدي".

اشرف غني وویل، "اسلام اباد ته په وروستي سفر کې یې پاکستاني چارواکو ته ویلي که پاکستان غواړي چې له فقر، د انرژۍ له کموت او نورو ناخوالو څخه ځانونه وژغوري، نو باید افغانستان ته د دوستۍ صادقانه لاس ورکړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG