لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلګت: ټريفکي پېښه کې ۲۶ تنه مړه شوي دي


عکس د پخوانۍ ټريفکي پېښې دی
عکس د پخوانۍ ټريفکي پېښې دی

د پاکستان په شمالي علاقه ګلګت بلتستان کې د مسافرو يو بس د حادثې ښکار شوی چې پکې د راپورونو ترمخه ۲۶ تنه مړه شوي او د ۱۲ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان دولتي ميډیا په پېښه کې د مړو شمېره ۲۲ ښودلې ده.

د ګلګت بلتستان د حکومت وياند فېض الله فراق ځايي مطبوعاتو ته ویلي ټريفکي پېښه کې په وژل شوؤ کې د پاکستان د پوځ سرتيري هم شامل دي.

فراق ویلي پېښه کې ژوبل کسان د چلاس روغتون ته وړل شوي دي.

پېښه کې د پوځي سرتېرو په اړوند نور مالومات مخې ته نه دي راغلي او نه د پوځ په خپله د دې رپوټ خپرېدو پورې په پېښه کې د پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړوند کوم بيان مخې ته راغلی دی.

چارواکو ویلي دغه پېښه د اتوار، يکشنبې په سهار د ګلګت بلتستان د ديامير ضلعې په بابوسر کې رامنځته شوې ده.

پوليس ویلي د مسافرو بس د سکردو نه پېنډۍ ته په لار ؤ او د بې قابو کېدو له امله د غر سره په ټکر شوی دی.

ويل شوي په بس کې د سورو زیاترو کسانو تعلق د سکردو علاقې سره وو.

د پاکستان په غرنو او مېداني علاقو کې وخت په وخت دغه ډول ټريفکي پېښې کيږي.

پاکستان کې چارواکي وايي، زياتره ټرېفکي پېښې د تېز رفتارۍ يا ډرائيور د بې غورۍ له امله رامنځته کيږي خو د سړکونو خرابوالی او په ګاډو کې د حساب نه زیات وزن اچول هم د حادثو سبب ګرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG