لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي به د امریکې په ټېکساس رياست کې د صدر ټرمپ سره په يو ځای جلسې ته وېنا کوي


د هند وزيراعظم نریندرا مودي او د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ به د اتوار په ورځ د امریکا په ټېکساس ریاست کې په ګډه يوه اولسي غونډې، جلسې ته وېنا کوي، دا لمړی ځل دی چې د امریکې صدر به د هند د وزيراعظم سره جلسې ته په يو ځای وېنا کوي.

د امریکې صدر په داسې حال کې د هند د وزيراعظم سره په يو ځای جلسې ته وېنا کوي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د يو بل سره اړیکې ښې دي خو د دواړو هېوادونو تجارتي اړیکې د مشکلاتو سره مخ دي. او صدر ټرمپ د کشمير په مسله د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب وړړانديز کړی دی.

د نريندرا مودي په دوېم ځل د هند د وزيراعظم جوړېدو وروسته دا د امریکا لمړی سفر دی او په هيوسټن کې هغه ته د هرکلي ويلو دپاره د هند سره تعلق لرونکو خلکو په ګڼ شمېر کې د يوې غونډې تابيا کړې ده.

د راپورونو ترمخه د هېوسټن په اېن ار جي مېدان کې نزدې ۵۰ زره هندي امریکايانو د مودي د هرکلي دپاره د وړاندې نه خپل اندراج کړی دی.

دا لمړی ځل دی چې د کوم بهرني هېواد د مشر اورېدو دپاره په دومره ګڼ شمېر کې خلک راټوليږي او ورسره د امریکې د صدر دپاره هم دا لمړۍ موقع ده چې هغه به په امریکا کې مېشتو هندي وګړو ته وېنا کوي.

ويل شوي د مودي او ټرمپ د وېنا نه وړاندې د امریکا نه خلک هېوسټن ته رايو ځای کیږي چې د کشمير د ځانګړي ائيني حیثيت د بدلولو په په سر احتجاج وکړي.

د (فرېنډز اف کشمير) په نوم غېر دولتي ادارې مشرې غزاله حبيب وايس اف امریکا ته ويلي ټېکساس ته يې په بسونو کې د خلکو د راوستو انتظام برابر کړی او د هيوسټن د انتظاميې او بوليس سره یې خبرې شوي او دوي ته به د احتجاج دپاره د مېدان سره نزدې ځای برابرولی شي.

هغې ويلي دوي پرامنه احتجاج کوي چې پکې به يواځې پاکستاني نه بلکې د هند سره تعلق لرونکي مسلمانان او سيکان شامل وي.

د حبيب په وېنا د هيوسټن د ۱۳ ځايونو نه د جوماتونو مخې ته خلکو ته د راټولېدو ويل شوي او د دغه ځای نه به دوي اېن ار جي مېدان ته ځي.

ويل شوي د (هاؤډي مودي) پرضد احتجاج کې د بېلابيلو سماجي ډلو سره غېر دولتي تنظيمونه برخه اخلي.

بل لور ته د هيوسټن په يو عدالت کې د هند د وزيراعظم نريندرا مودي پرضد يوه مقدمه هم درج کړی شوې ده چې پکې په مودي او هغه سره د هند د داخله چارو په وزیر امېت شاه او لفټننټ کرنل کنول جيت سينګ باندې په کشمير کې د بشري حقونو د سرغړونې کولو تورونه لګول شوي دي.

دا مقدمه يو پاکستاني (يونس) جوړه کړې او هغه ويلي د مقدمې هدف يې دا خبره په ريکارډ راوستل دي چې مودي په کشمير کې د بشري حقونو سرغړونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG