لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې دپولیو دوه،نوې پېښې موندل شوي


دخیبر پښتونخوا صوبې په لګي مروت سیمه کې د پولیو د رنځ دوه، نوې پېښې موندل شوي چې دې سره په ټوله صوبه کې سږکال دپولیو دپېښو شمیر ۵۰ؤ ته رسېدلی اؤ په پاکستان کې سږکال۶۶ دپولیو نوې پېښې رامخته شوي دي.

دپاکستان ډاڼ ورځپاڼه وایي د پولیو دا نوې پېښې دصوبې د صحت د وزیر هشام انعام الله په حلقه لکي موندل شوي چې دغلته یو د شپږو میاشتو ماشوم اؤ بل دیو نیم کال ماشوم په دې مضره ناورغۍ اخته شوی دی.

په پاکستان کې کال ۲۰۱۷م کې دپولیو یوازې اته پېښې مخې ته راغلې وې خو تیرکال په دې کې اضافه وشوه اؤ دپولیو نور ۱۲ ناروغان وموندل شول.

خو دسږکال په پیل کې چې ګرد هیواد کې دپولیو دناروغۍ په ضد کمپائن پیل شو نو په پېښور اؤ دپښتونخوا یو شمیر سیمو کې دپولیو دڅاڅکو په ضد ځېنو اړخونو سخته پروپیګنډه وکړه اؤ دغسې د روان کال په نهو میاشتو کې په ګرد هیواد کې د پولیو۶۶ ؤ نوې پېښې مخې ته راغلې چې په دې کې یوازې د۵۰ؤ هاغو پولیو ځپلو ماشومانو تړاؤ دخیبر پښتونخوا سره دی چې دپولیو دڅاڅکو نه ورکول کیدلو له امله په دې مضره ناروغۍ اخته شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي څانګې یو چارواکې وي او ای ډیوه ته تیره میاشت ویلي وؤ دپولیو په ضد په ورستي کمپاین کې د صوبې په ٢٩ ضلعو کې څلور اشاریه شپږ میلییونه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین د ورکولو هدف ټاکل شوی و اؤ د صوبې ٦٧ فیصده سیمو ته د پولیو د ډلو رسایي شوې وه خو بیا هم٣٣۴٠٠٠ مېندو او پلرانوخپلو بچو ته د څاڅکو ورکولو نه انکار کړی دی.

د پولیو ناروغۍ دلاسه انسان د ټول عمر دپاره په بدني توګه د معذورۍ ښکار کیږي. پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازېني هیوادونه دي چرته چې اوس هم دا مرض موجود دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG