لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بابو سر ټاپ د بس حادثه کې د۱۰ؤ پوځیانو په ګډون ۲۷کسان مړه شوي


د خیبر پښتونخوا دسېلګرۍ دیخې سیمې کاغان نه د۹۳ په واټن پرته دسېلګرۍ سیمه بابو سرټاپ کې تیره ورځ دبس په رامنځته شوې حادثه کې د مړو شمیر شمیره ۲۷ؤ ته رسېدلې چې لس پکې دپاکستان دپوځ عسکر هم شامل دي.

دسیمې پولیسو رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ د اسکردو نه یو بس پېنډۍ ته روان ؤ چې په لاره کې دګټي داس په مقام دپیچومي څخه د تاودیدلو په مهال دغره سره ټکر شو.

په دې ګاډي کې دعامو خلکو،میرمنو اؤ ماشومانو ترڅنګ ګڼ شمیر پوځيان هم ناست وؤ اؤ دپاکستان پوځ وايي په وژل شوؤ کې ۱۰پوځيان هم شامل دي.

دګللګټ بلتستان دحکومت ویاند فیض الله فراق رسنیو ته ویلي چې د غره سره دټکر شوي بس نه د۲۷ کسانو مړي راویستل شوي اؤ ۱۵پکې ژوبل دي.

ویاند ویلي په ژوبلو کې هم د ۱۲ کسانو حالت مرګونی دی چې له دې امله د مړو شمیر کې د اضافې اندېښنه ده.

دخیبر پښتونخوا په لرې پرتو غرئیرو سیمو کې زیاتره د لارو د تنګوالي اؤ سړکونو د نشتوالي له امله دغسې د ټریفک حادثې رامنځته کیږي چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو کسان مړه شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

رسنۍ وایي په بابو سر ټاپ کې د رامنځته شوې دې تازه پېښې نه وروسته ډير په ځنډ سره مرستندویه فعالین سیمې ته رسیدلي اؤ په وخت د ژوبلو کسانو روغتونونو ته د رسول کیدو له امله هم ډيرو ژوبلو کسانو ساه ورکړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG