لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد سره دعمران خان لیدنه،دسولې دخبرو دبیا پیل کیدو هېله یې کړې


په دغه لیدنه کې وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان افغانستان کې سولې ته لیواله دی اؤ هېله لري چې دسولې دپاره به امریکا اؤ طالبان د خبرو درول شوې لړۍ بیا پیل کړي.

دپاکستان وزیراعظم عمران په نیویارک کې دافغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کړې اؤ ورسره یې دافغان سولې په اړوند خبرې کړي دي.

په دغه لیدنه کې وزیراعظم عمران خان ویلي پاکستان افغانستان کې سولې ته لیواله دی اؤ هېله لري چې دسولې دپاره به امریکا اؤ طالبان د خبرو درول شوې لړۍ بیا پیل کړي.

د دوشنبې په ورځ پاکستاني میډیا اؤ ګڼ شمیر نړیوالو رسنیو ویلي زلمي خلیلزاد عمران خان دخپلو هاغو هڅو څخه خبر کړی چې طالبانو سره دسولې دتړون په باب کړي دي.

وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان تل په دې نظر پاتې شوی چې افغان شخړه هیڅ پوځي هواری نه لري اؤ یوازې مذاکرات هغه لار ده چې دا شخړه پرې هواریدلی شي.

عمران خان دافغان سولې په لړ کې د زلمي خلیلزاد هڅې ستائیلي اؤ هېله یې کړې ده چې امریکا اؤ طالبان د سولې دخبرو ودرول شوې لړۍ باید بیا روانه کړي ترڅو د سولې تړون نهایي شي.

امریکا د زلمي خلیلزاد په مشرۍ دتیر کال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ تیره میاشت دواړو خواؤ ومنله چې ډير جنجالي موضوعات یې حل کړي اؤ د سولې یو غوڅ تړون باندې متفق شوي چې ډير زر به پرې امریکایي چارواکي اؤ طالبان لاسلیکونه وکړي.

خو د سولې په تړون د لاسلیک دشیبو رانزدې کیدو سره سم په کابل کې دترهګریزو بریدونو اؤ بمي چاودنو لړۍ زور ونیولو چې طالبانو یې په هسکه غاړه مسولیت پغاړه اخستو اؤ امریکایي صدر ډانلډ‌ ټرمپ ددغو ترهګریزو بریدونو له امله طالبانو سره د سولې دخبرو ودرولو اعلان وکړو.

وزیراعظم عمران خان هم زلمي خلیلزاد سره لیدنه کې په کابل کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل اؤ ویې ویل دسولې اؤ‌ اقتصادي پرمختیا دپاره امن زیات ضروري دی.

هغه وویل د سولې په خبرو بوخت ټول اړخونه مسولیت لري چې دامن په ټینګښت کې خپل رول ولوبوي اؤ پاکستان هم چمتو دی چې افغانستان کې دامن اؤ سولې دپاره خپله کوټلې همکاري وکړ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG