لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که دامریکا اؤ طالبانو خبرې بیا پیل نه شي افغانستان کې وضعیت زیات خرابیدی شي،شاه محمود قریشي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي د افغانستان ستونزه هیڅ پوځي هواری نه لري اؤ که چرې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دخبرو ودرول شوې لړۍ بیا دسره پیل نه شي نو په افغانستان کې وضعیت نور هم خرابېدی شي.

پخپله یوه تازه مرکه کې ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي دافغان شخړې دهواري دپاره خبرو اترو بیا پیل کولو ته زیاته اړتیا ده اؤ که دا خبرې بیا پیل نه شي نو افغانستان کې به دامن مخې ته خنډان راولاړ اؤ ستونزې سیوا شي.

امریکا د زلمي خلیلزاد په مشرۍ دتیر کال راهسې په قطر کې طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې اؤ تیره میاشت دواړو خواؤ ومنله چې ډير جنجالي موضوعات یې حل کړي اؤ د سولې یو غوڅ تړون باندې متفق شوي چې ډير زر به پرې امریکایي چارواکي اؤ طالبان لاسلیکونه وکړي.

خو د سولې په تړون د لاسلیک دشیبو رانزدې کیدو سره سم په کابل کې دترهګریزو بریدونو اؤ بمي چاودنو لړۍ زور ونیولو چې طالبانو یې په هسکه غاړه مسولیت پغاړه اخستو اؤ امریکایي صدر ډانلډ‌ ټرمپ ددغو ترهګریزو بریدونو له امله طالبانو سره د سولې دخبرو ودرولو اعلان وکړو.

شاه محمود قریشي وویل دافغانستان شخړه یوازې دخبرو دلارې هواریدلی شي اؤ دخبرو لاره که تړل کیږي،مشکلات سیوا کیږي.

دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې دا مهال وزیراعظم عمران خان سره دامریکا په سفر نیویارک کې موجود دی پخپله دې مرکه کې یې ویلي دهند وزیراعظم نریندر مودي چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ته دکشمیر دکوم عکس ښودلو هڅه کوي دغه عکس ریښتونی نه دی،

د قریشي په وینا نریندر مودي صدر ټرمپ ته ددې تاثر ورکولو هڅه کوي چې کشمیر کې وضعیت عادي لوري ته راګرځي خو مونږ ورته وایو چې هلته وضعیت‌‌ په ښه کیدو نه بلکې په نور خرابېدو دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې دهند وزیراعظم نریندر مودي د صدر ټرمپ په موجودیت کې دهندي وګړو یوې جلسې ته پخپله وینا کې دپاکستان له نوم اخستو پرته ویلي وؤ هغه خلکو ته هم دکشمیر نه مسله ده چې دخپل هیواد سمبالولو په چل هم نه پوهیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG