لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بالاکوټ کې بیا ترهګر منظم شوي خو داځل به له بالاکوټه هم ور اوړو،پاکستان ته دهند دپوځ ګواښ


دهند دپوځ سرلښکر جنرال بپن راوت وایي په بالاکوټ دهندي الوتکو له بریدونو وروسته دغلته ترهګر یو ځل بیا فعال شوي خو هغه ګواښ کړی چې “داځل به مونږ له بالا کوټه هم ور تیریږو اؤ هره لاره راته خلاصه ده”

نړېوالې رسنۍ وایي په چنائ کې یوې دستورې ته خپله وینا کې جنرال راوت ویلي د۵۰۰څخه زیات ترهګر انتظار باسي چې کله به له پولې ور اوړي خو اوس وخت راغلی چې باید دپاکستان د واک لاندې کشمیر ته هم پام ور وګرځول شي.

خو بل لوري ته پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې په بالاکوټ کې دترهګرو ډله یو ځل بیا منظم شوې ده اؤ ویلي یې دي چې هند دغسې تورونه ددې غرض دپاره لګوي ترڅو کشمیر کې دکېدونکو ظلمونو نه د نړۍ پام بل لوري ته واړوي.

دهندي پوځ سرلښکر دا تورونه هم رد کړي چې ګنې دهند د واک لاندې کشمیر کې د ولس ترمنځ اړېکې غوڅې کړل شوي اؤ وایي دغلته په مواصلاتي تماسونو هیڅ بندیز نشته.

هغه په پاکستان د یو بل برید ګواښ په داسې حال کې کړی چې دپاکستان اؤ هند صدراعظمان دملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا دپاره په نیویارک کې موجود دي اؤ دواړو د امریکایي صدر ډانلډ‌ ټرمپ سره لیدنه کې د کشمیر په لانجه خبرې اترې هم کړي دي.

صدر ټرمپ تیره ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کې ویلي وؤ چې که هند اؤ پاکستان وغواړي هغه اماده دی چې دکشمیر په شخړه کې د ثالث رول ولوبوي.

دهند دپوځ دسرلښکر دتازه بیان نه وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر نه په خپور شوي یو بیان کې دجنرال راوت لګول شوي تورونه په سختۍ سره رد کړل شوي اؤ ویل شوي چې هند په دغسې تورونو کشمیر کې د ریاستي ترهګرۍ روانه لړۍ نه شي پټولی.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي دهند پاروونکي بیانونه اؤ ګامونه د سیمې دامن اؤ ثبات دپاره یو ګواښ دی اؤ نړیواله ټولنه باید په هند ټینګار وکړي چې هغوئ دمسولیت په اساس ګامونه واخلي.

تر دې وړاندې په ۲۵مه فرورۍ هند دعوه کړې وه چې الوتکو یې دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالاکوټ کې دترهګرو یو مرکز باندې بمباري کړې اؤ په سوونو ترهګر یې وژلي.

خو پاکستان دهند دا تور رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هندي الوتکو یوازې په یو خوشې ځنګل بمونه غورځولي اؤ بیا تښتېدلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG