لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د هند د پوځي مشر دعوې رد کړي چې په بالاکوټ کې ترهګر فعاليتونه لري


د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د هند د پوځي مشر دا بيان رد کړی چې د پاکستان په بالاکوټ سيمه کې ترهګر بيا منظم کيږي او فعاليتونه لري.

دهند د پوځ مشر جنرل بپن راوت ويلي په بالاکوټ د هندي الوتکو له بریدونو وروسته دغلته ترهګر یو ځل بیا فعاله شوي خو هغه ګواښ کړی چې”داځل به مونږ له بالا کوټه هم ور تیریږو او هره لاره راته خلاصه ده”.

د ځايي رسنيو ترمخه د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل ويلي، هند په پاکستان تورونه لګوي چې په پوله سرغړونه کوي خو په اصل کې هند د دغه لارې په کشمير کې د خپلو کړنو څخه د نړيوالې ټولنې مخ بل لور ته اړوي.

هند د روان کال د فرورۍ په مياشت کې هم د پاکستان د خېبرپښتونخوا په بالاکوټ سيمه کې د جېش محمد نومې تندروه وسله والې ډلې د مرکزونو په هدف کولو ادعا کړې وه چې هوايي ځواک يې دغه عمليات ترسره کړي وو.

خو پاکستان دغه تورونه رد کړي او ویلي یې ؤ د هند هوايي الوتکو په غره کې مواد غورځولي او بيرته په تېښته تللې وې.

د هند د پوځي مشر دې دعوې ته چې دې ځل له به په ترهګرو پسې د بالا کوټه هم اوړو د پاکستان پوځ خپل غبرګون ويلی دی.

د پاکستان پوځ ويلي که هند په علاقه کې کوم عمليات او لاس وهنه کوي دا به د سيمې د امن دپاره خطرناک وي.

د پوځ ویاند مېجر جرنل اصف غفو د هند د پوځي مشر ادعاوې رد کړي چې په بالاکوټ کې ترهګر کېمپونه لري.

هغه ويلي که د هند پوځ کوم اقدام کوي د پاکستان پوځ ورته په کلکه ځواب ورکولو ته تيار دی.

XS
SM
MD
LG