لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې زورورې زلزلې 23 تنه مړه کړي او شاوخوا 300 یې ټپیان کړي دي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې یوې زورورې زلزلې د دې هېواد شمالي برخې لړزولې، چې په ځینو ځایونو کې یې زیانونه هم اړولي او تر اوسه پورې پکې د 23 تنو د مړینې او شاوخوا 300 تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکې د مځکنۍ سروې په بنیاد د دې زلزلې شدت 5.8 ښوول شوی، چې وایي مرکز یې د پاکستان تر ولکه لاندې د کشمیر میرپور سیمې ته نیژدې دی.

د پاکستان د هواپوهنې د ادارې مشر محمد ریاض اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې زلزلې د کشمیر پولې ته څېرمه د جهلم شمال لور ته په شاوخوا 22 کیلومیټرۍ کې پرته سیمه لړزولې ده:

"زلزله 10 کیلومیټره ژوره وه چې د پنجاب په اکثرو برخ او د خیبرپښتونخوا په ځینو برخو کې یې ټکانونه محسوس شوي دي، خو د کشمیر میرپور سیمه یې زیاته لړزولې ده".

ویل کېږي زلزلې یواځې له اتو تر لسو سیکنډونو دوام کړی، خو شدت یې زیات وو چې له کبله یې خلک زیات وېرولې او له خپلو کورونو، دفترونو او دوکانونو دباندې راوتلي دي.

زلزلې د کشمیر د میرپور، بمبر، کوټلي، باغ، راولاکوټ، هټیا او نیلم درې په ګډون د پنجاب مرکز لاهور، سیالکوټ، سرګودا، ګجرات، ملتان، ساهیوال، رحیم یار خان او د پښتونخوا مرکز پېښور، مانسهره، چترال، مالاکنډ، شانګله، باجوړ او سوات لړزولې دي.

د سجاد او قاضي طاهر په نومونو دوو عیني شاهدانو اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې زلزلې په میرپور کې یوه ودانۍ را نړولې، د کورونو دېوالونه یې را غورځولي او د یو سړک زیاته برخه یې چاودلې ده.

د میرپور د پولیسو یوه مشر رسنیو ته ویلي، چې تر اوسه د زلزلې له کبله 23 تنه مړه شوي چې دوې ښځې او یوه ماشومه هم پکې شاملې دي. پاکستاني رسنۍ د ټپیانو شمېر شاوخوا درې سوه تنه یادوي او چارواکي وایي کېدای شي شمېر یې زیات شي.

د پښتونخوا د قدرتي آفتونو د ژغورنې اداره (پي ډي ایم اې) وایي په دې صوبه کې یې تر اوسه د زلزلې له کبله د کوم زیان خبر نه دی تر لاسه کړی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور پر ټویټر لیکلي، چې د پوځ د مشر په لارښوونه یې له ځایي انتظامیې سره د زلزله ځپلو د ژغورنې لپاره پوځي دستې د زلزلې سیمو ته لېږلې دي.

XS
SM
MD
LG