لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکا دکانګریس مشرې دصدر ټرمپ ګوښه کولو دپاره د پلټنو پیل کولو رسمي اعلان وکړو


دامریکا دکانګریس مشرې یا اسپېکړې نینسي پلوسي دصدر ډانلډ ټرمپ د ګوښه کولو دپاره دپلټنو پیل کولو رسمي اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې صدر ټرمپ تراوسه پخپلو اخستل شوؤ ګامونو دائین سرغړونه کړې .

میرمن پلوسي دا اعلان تیره ورځ د ډیموکریټانو دګوند مشرانو سره له لېدنې وروسته په داسې حال کې کړی چې د نهې په ورځ دصدر ټرمپ د ګوښه کولو دتحریک په پلوۍ د ډیموکراټ قانون سازانو په شمیر کې زیاته اضافه لیدل شوې.

په صدر ټرمپ تور دی چې هغه د یوکرین په صدر ولودیمیرز لینسکي ټینګار کړی چې هغه باید دامریکا دپخواني مرستیال صدر اؤ ډيمو کریټک ګوند د ممکنه صدارتي کاندید جوبائیډن په ضد پلټنې وکړي چې ایا رېښتیا هم د هغه زوئ هنړ بائیډن ته د یوکرین د ګیس کمپنۍ کې په ستر معاش نوکري ورکړل شوې ده.

دکانګریس مشرې ویلي د صدر ټرمپ دا رقم ګامونه د اساسي قانون په ضد دي اؤ اوس اړینه ده چې ټرمپ سره ددې خبرو حساب کتاب وشي.

نینسي پلوسي دا هم ویلي چې هیڅوک د قانون څخه بالا نه دي.

دامریکا غږ د راپور له مخې په دې وروستیو کې د صدر ټرمپ د ګوښه کولو دپاره په نینسي پلوسي فشار سیوا شوی دی.

تر دې وړاندې هغې تر څو میاشتو د صدر دګوښه کولو دپاره د رسمي مواخذې دپلټنو پیلولو دغوښتنې منلو څخه انکار کولو.

صدر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ویلي وؤ هغه چې د یوکرین صدر سره په ټيلي فون کومې خبرې کړي دهغې متن به ډیر زر د جولائي په میاشت کې پرته له کومې لاسوهنې مخې ته راوړي.

په عین حال کې دامریکا په کانګریس کې د ري پبلیکن ګوند مشر ې کیون مکارتهي ویلي چې هغه دصدر دټرمپ په ضد دمواخذې د کارروایۍ پیل کولو دپاره د رسمي پلټنو پلوي نه ده.

هغې دنهې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې” اسپېکره پلوسي د استازو د جرګې مشره ده خو کله چې داسې رقم چاره مخې ته راغلي وي نو بیا هغه د امریکا استازیتوب نه کوي”

دنینسي پلوسي لخوا صدر ټرمپ دمواخذې دپاره دپلټنو دپیل د رسمي اعلان نه سمدستي وروسته صدر ټرمپ په ټوئټر ولیکل” چې صدر چېړل کیږي”

پخپل یو بل ټویټ کې هغه لیکلي “په ملګرو ملتونو کې نن یوه مهمه ورځ وه،،دومره کار اؤ دومره بریالیتوب مو ترلاسه کولو اؤ ډیموکریټس د قصده ددې کامیابۍ د کمولو هڅه وکړه، اؤ بې سره اؤ بې پښو بېړني خبرونه یې خپاره کړل، دا خبره دملک دپاره ښه نه ده

XS
SM
MD
LG