لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کندهار:داشرف غني دټاکنو دکمپائن دفتر کې چاودنې دیو خبریال په ګډون څلور تنه وژلي،اووه ژوبل


چارواکي وایي دافغانستان په کندهار ولایت کې د ولسمشر اشرف غني دټاکنو دکمپائن په دفتر کې دبم په یوه چاودنه کې دیو ځایي خبریال په ګډون څلور تنه وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.

دکندهار دپولیسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ اشنا څانګې ته ویلي چې کندهار کې داشرف غني دټاکنو په دفتر دا برید تیره شپه شوی اؤ مائن د ټاکنیز کمپائن ددفتر په دروازه پسې نښلول شوی ؤ.

سرچینې وایي په دغه چاودنه کې دعبدالحمید هوتکي په نوم یو ځائ خبریال هم وژل شوی څوک چې دخپلې کورنۍ دنورو غړو سره یو نزدې روغتون ته ورغلی ؤ خو دچاودنې له امله د یوې ودانۍ په راغورځېدلو شیشو لګیدلی اؤ سخت ټپي شوی ؤ اؤ وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې ده.

دتیرې یوې اوونۍ په مهال د ولسمشر اشرف غني په انتخابي کمپائن دا دویم برید دی چې په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روانې میاشتې ستمبر په ۱۷مه نېټه هم دافغانستان په شمالي ولایت پروان کې د ولسمشر اشرف غني په یوه انتخابي غونډه ځانمرګي برید شوی ؤ چې پخپله ولسمشر غني له دغه بریده خوندي پاتې شوی ؤ‌ خو ۲۶ نور کسان پکې وژل شوي اؤ ګڼ شمیر ژوبل شوي وؤ.

طالبانو له وړاندې دړکه کړې ده چې هغوئ به دټاکنو په کمپائن بریدونه کوي اؤ په افغانانو یې غږ کړی ؤ چې هغوئ دې په صدارتي ټاکنو کې برخه نه اخلي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د سپټمبر په ۲۸مه نېټه ترسره کیږي چې پکې د موجوده ولسمشر اشرف غني اؤ اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په ګډون ۱۸کاندیدان برخه اخلي.

دا ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې امریکې طالبانو سره دسولې خبرې ودرولي اؤ ګواښ یې کړی چې په طالبانو به سخت بریدونه وکړي.

خو طالبانو هم ویلي چې که امریکا سوله ونه کړي نو هغوئ تر ۱۰۰ؤ کالو نور هم جنګیدلی شي.

افغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د وینا له مخې افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو امنیت دپاره په ټول افغانستان کې ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه چمتو کړل شوي اؤ ۳۰۰۰ نور به تیار ولاړ وي تر څو د ضرورت په وخت ترې استفاده وکړل شي.

XS
SM
MD
LG