لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره خبره کېدی شي "ټېررستان" سره نه شي کېدی، اېس جی شنکر


د هند د بهرنیو چارو وزير اېس جېشنکر ويلي هند د پاکستان سره خبره کولی شي خو د "ټېررستان" (ترهګرستان) هغه سره خبره نه شي کېدی.

شنکر تور لګولی د کشمیر په تړاؤ پاکستان د ترهګرو پوره صنعت جوړ کړی دی.

هغه د کشمير د ۳۷۰ ارټيکل يا مادې د خصوصي حيثيت ختمولو او هند د برخې جوړولو په اړوند د پاکستان غبرګون ته ويلي چې هغه اوس مايوسه ښکاري.

د هند د بهرنيو چارو وزير تور لګولی پاکستان د کشمیر دپاره د ترهګرۍ پوره صنعت جوړ کړی او د ۷۰ کالو دغه پانګونه يې اوس ډوبيږي ځکه د هغه په وېنا پاکستان اوس په قهر دی.

هغه دا هم ويلي پاکستان له پوهېدل پکار دي چې په نني وخت کې رياست په ترهګرۍ نه شي چلېدی.

اېس جېشنکر دغه خبرې په نيويارک کې يوې کلتوري غونډې ته د وېنا په مهال کړي دي.

هند د اګست په مياشت کې د خپلې ولقې لاندې کشمير خصوصي حيثيت ختم کړی او پاکستان يې دغه عمل غندلی دی.

له دغې وروسته د پاکستان او هند اړيکې ترينګلې شوي او په لاين اف کنټرول د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې هم سېوا شوي دي.

د پاکستان او هند ترمنځ تاؤ تریخوالی وروسته له هغې لا نور سېوا شوی چې د روان کال فرورۍ په مياشت کې د هندي کشمير په پلوامه علاقه کې پاکستان مېشتې تندروه ډلې جېش محمد په هندي ځواکونو د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه، په دغه بريد کې د ۴۰ نه زيات هندي سرتيري وژل شوي وو.

په عېن حال کې چې د هند د بهرنیو چارو وزير په پاکستان د ترهګرۍ د صنعت تورونه لګولي د هند او پاکستان وزیراعظمان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون دپاره په امریکا کې دي او دواړو د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدلي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د امریکا د نیویارک ښار په څېړنیزه اداره سي اېف آر کې په يوه غونډه کې د خبرو په مهال ويلي، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په افغانستان کې د جګړې ذپاره د ترهګرې ډلې القاعدې ته روزنه ورکړې وه، خو د ستمبر ۱۱م د ترهګرۍ د پېښې وروسته پاکستان د دغه ډلې پر ضد خپله تګلاره چورلټه بدله کړه.

عمران خان دغه خبره د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې چې ایا د پاکستان پوځ یا حکومت په پاکستان کې د اسامه بن لادن د پاتې کېدلو په اړه کومې پلټنې کړي؟ عمران خان په ځواب کې ویلي پلټنې به شوې وي خو ده ته يې معلومات نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG