لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دوحه کې طالب مشرانو سره دملګرو ملتونو داستازي لیدنه،دټاکنو دنه ګډوډولو ټینګار یې پرې کړی


افغانستان دپاره دملګرو ملتونو دعمومي منشي استازي تدامیچي یاماموتو په قطر کې دطالب مشرانو سره لیدلي اؤ له هغوئ یې غوښتي چې باید افغانستان کې دکېدونکو صدارتي ټاکنو دپروسې ګډوډولو څخه ډډه وکړي.

کابل کې دیوناما ددفتر څخه خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې یاماتو په دوحه کې طالب مشرانو سره دا لیدنه د سه شنبې په ورځ کړې اؤ هغوئ ته یې ویلي چې نه یوازې باید په کېدونکو ټاکنو کې دهر رقم لاسوهنې ډډه وکړي بلکې د رایې ورکوونکو اؤ دټاکنو د مامورینو په ګډون دې د عامو خلکو تحفظ ته هم خپل پام وګرځوي

دخبرپاڼې له مخې ښاغلي یامامتو وویل"رایې ورکونکو ته باید له ویرې او ډار پرته موقعه ورکړل شي چې د خپل قانوني حق څخه په استفادې په سوله ییز ډول خپل سیاسي مشرتابه وټاکي"

دملګرو ملتونو دسرمنشي استازي زیاته کړې چې د رایې ورکولو په مرکزونو اؤ دټاکنو په ګډون والو بریدونه د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده اؤ داسې رقم عملونه جنګي جنایتونه هم ګڼل کیدای شي.

په خبر پاڼه کې نه ده څرګنده کړل شوې چې طالبانو دملګرو ملتونو دعمومي منشي استازي ته دهغه ددې غوښتنې په ځواب کې څه ویلي خو تر دې وړاندې طالبانو ګواښ کړی ؤ چې هغوئ به د ټولټاکنو پروسه ګډوډوي.

ټاکل شوې ده افغانستان کې دوه ورځې وروسته د شنبې په ورځ صدارتي ټاکنې کیږي اؤ و دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي چې دټاکنو دامنیت دپاره یې بشپړ ګامونه اخستي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند د روانې میاشتې په پیل کې خبریالانو ته ویلي وؤ‌ دټاکنو امنیت دپاره په ټول افغانستان کې ۷۲۰۰۰ امنیتي ځواکونه چمتو کړل شوي اؤ ۳۰۰۰ نور به تیار ولاړ وي تر څو د ضرورت په وخت ترې استفاده وکړل شي.

افغانستان دټولټاکنو دکمیسیون دیو راپور له مخې د ولسمشرۍ دټاکنو دباره به په ټول افغانستان کې۴۹۴۹ انتخابي مرکزونه فعال وي اؤ دټاکنو کمیسیون ددې ټاکنو دپاره ۱۱میلیونه اؤ درې لکه د رائیو ورکولو پاڼې چاپ کړي دي.

په دې ټاکنو کې درائیو ورکولو دپاره نهه میلیونه اؤ شپږو لکو افغانانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG