لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانګرس د صدر ټرمپ د مواخذې رسمي تحریک پیل کړ


کانګرېس د صدر ټرمپ د مواخذې يا اېمپيچمنټ رسمي تحريک اعلان کړی چې د کانګرېس د لاندېنۍ برخې اکثره غړي د صدر ټرمپ په ضد راپورته شوي دغې تحريک ملاتړ کوي.
پامېلا جی پال په کانګرېس کې د ډيموکرېټ ګوند غړې ده وايې، دغه د امريکا د ملي سلامتيا خبره ده.

"دا ځانګړې پېښه مونږه يو داسې ځای ته بوځي چې د امريکا د سلامتيا مسله ورسره تړلې ده، دا يواځې د يوکرېن خبره نه ده بلکه دا خو د هغه ټولو ملکونو مسله ده چې مونږه ورسره اړيکې لرو، زما په فکر امريکايې ولس له په دې خبره خبرېدل په کار دي چې دا اوس د امريکا د ملي سلامتيا خبره ده".

په صدر ټرمپ تور دی چې ده د خپل سياسي حريف جوباېډن د خرابولو لپاره د يوکرېن صدر ولادي مير ذی لنسکي ته فون کړی وو چې د جو بايډن د ځوي پلټنې وکړي. قانوني ماهرين د صدر ټرمپ دغه کار د امريکا د آيين سرغړونه ګڼي. د کانګرېس شپږ کمېټۍ د دغې خبرې پلټنې کوي او خپلې سپارښتنې به د عدالتي کمېټۍ چېرمېن جيري نېډلر ته لېږي څوک چې به د صدر ټرمپ د مواخذې لپاره په کانګرېس کې د ووټونو کولو وړانديز ورکوي.

د کانګرېس د لاندينۍ برخې سپيکرې نېنسي پلوسي پرون د صدر ټرمپ په ضد د مواخذې رسمي اعلان کړی او ويلي يې وو صدر ټرمپ د قانون سرغړونه کړې او هېڅ څوک د قانون نه بالاتر نه دی ورسره به حساب کېږي، خو صدر ټرمپ د مېرمن پلوسي دغو نيوکو ته په ځواب کې ويلي ،نېسنسي پلوسي د ده سره د سپيکرې په څېر رويه نه ده کړې،

"نېنسي پلوسيي، څو پورې چې زما خبره ده، له بده مرغه د هاؤس سپيکره نه ښکاري"

صدر ټرمپ په مخالفه ډيموکرېټ ډله تور لګولی چې د امريکايي ولس د پاره د کار کولو په ځای د ده په ضد سياسي لوبه کوي.

هرڅه که مخالفه سياسي ګوندونه وايې صدر ټرمپ د قانون سرغړونه کړې ده او مواخذه به يې کوي خو د نوموړي د ريپبلېنکن ګوند غړي لېنډسي ګراهم دغه تورونه رد کړي او ويلي،

"که تاسو دا ګڼۍ چې د امريکا صدر د يوکرېن صدر ته ګواښ کړی که د ده د سياسي مخالف پلټنې يې و نه کړې نو مرسته به پرې تړي نو دغه د مايوسۍ خبره ده خو داسې هيڅ نشته او په يو ټېلي فون کولو تاسو د صدر مواخذه يا ايمپيچمنټ نه شۍ کولی".
خو د کانګرېس د يوې کمېټۍ مشر آېډم شېف وايي، د دغې ټېلفون مقصدونه ښکاره وو چې يوکرېن چې دا وخت د امريکا پوځي کمک ته اړتيا لري او د روس د پوځونو سره په جنګ دی د صدر ټرمپ لخوا ګواښ ښکاره سياسي مقصدونه لري او دغه د آيين سرغړونه ده،

نوموړی شېف به نن په کانګرېس کې د هغه کمېټۍ مشري کوي چې د ملي امنيت ډارېکټر جوزېف مېګواېر نه به پکې پوښتنې کېږي چې ولې يې د صدر ټرمپ په ضد معلومات کانګرېس ته په ورکولو کې د لم لېټ نه کار اخستې وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG