لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اکسفورډ: پاکستان د سوشل مېډیا له لارې په اوو پروپیګنډه کوونکو هېوادونو کې دی


واشنګټن ــــ د اکسفورډ پوهنتون یو نوی تحقیق وایي، پاکستان په هغو اوو هېوادونو کې دی چې په نړۍ کې د اثر خپرولو لپاره د سوشل مېډیا [ټویټر او فېسبوک] له لارې پروپیګنډه کوي.

د اکسفورډ پوهنتون دغه تازه تحقیق د "ګلوبل ډس انفارمېشن آرډ" تر سرلیک لاندې خپور کړی او وایي چې د پاکستان نه علاوه په دې کې شپږ نور هېوادونه هند، سعودي عرب، چین، روس، ایران او وینزویلا شامل دي.

د دې تحقیقي رپوټ لپاره درې کاله د ټولنیزو رسنیو څارنه او پلټنه شوې. رپوټ وایي چې 52 هېوادونو په چل هنر د سوشل مېډیا د کاروونکو د ذهنونو د اړولو لپاره غلط معلومات خپاره کړي دي.

په تحقیقي رپوټ کې ویل شوي 47 هېوادونو د ټولنیزو رسنیو لپاره خپلې ځانګړې ډلې جوړې کړي، چې پر خلکو د کمنټونو په وسیله بریدونه کوي.

رپوټ د شواهدو په بنیاد زیاتوي چې د سوشل مېډیا له لارې په منظم ډول د خلکو یو خاص قسم ذهن جوړوونکو هېوادونو شمېر په 2018م کال کې 48 وو، په 2017م کال کې 28 وو، خو په روان کال کې زیات شوی او شمېر یې 70 ته رسېدلی.

تحقیق وایي په 26 هېوادونو کې آمرانه حکومتونه د سوشل مېډیا له لارې د پروپیګنډې په وسیله د معلوماتو د خپرولو مخه نیسي، خپل سیاسي مخالفین بدناموي او مخالف نظرونه له منځه وړي.

په رپوټ کې ویل شوي چې چین د سوشل مېډیا له لارې د پروپیګنډه کوونکي یو لوی هېواد په توګه را منځته شوی او په کال 2019م کې یې د دې هدف لپاره یو شمېر ټولنیزې رسنۍ کارولې دي.

فېسبوک په 2017م کال کې 103 هغه جعلي فېسبوک پاڼې تړلې وې چې وایي د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي آر) کارولې. فېسبوک ویلي وو چې پر دې پاڼو به په پاکستان کې د سیاست او سیاستوالو او همدارنګه د هند د حکومت او د پاکستاني پوځ په اړه معلومات خپرېدل، خو وایي د پاڼو چلوونکو به یې خپل اصلي نومونه پټ ساتل.

پاکستان د فېسبوک د دغه ګام په اړه کوم عکس العمل نه وو ښوولی او نه یې د اکسفورډ د دې تازه تحقیقي رپوټ په اړه څه ویلي دي.

د پاکستان تحریک انصاف واکمن ګوند حکومت د 2018م کال راهیسې د ټولنیزو رسنیو د ضابطو جوړولو لپاره یو شمېر ګامونه اعلان کړي او تېر کال د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي وو، چې د سوشل مېډیا له راتګ سره ډېر مشکلات جوړ شوي دي او د دې د کنټرول کولو لپاره به قوانین عملي کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور پخپلو خبري کانفرنسونو کې وخت په وخت ویلي، چې د پاکستان خلاف د سوشل مېډیا له لارې پروپیګنډه کېږي او د هېواد د نوي کول د بې لارې کولو هڅې کېږي. نوموړي وخت په وخت د دې لپاره د فیفت جنرېشن وار (د پینځم نسل جګړه) اصطلاح هم کارولې ده.

XS
SM
MD
LG