لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډینګي د مخنیوي لپاره ماشي په بکټریا اخته کوي


واشنګټن: په ویتنام کې ساینس پوهانو ماشي په داسې بکټریاو ککړ کړي چې د هغوي دفاعي (امیون سیستم) ورسره ځواکمن شوی.

په بکټریا باندې د ماشي له اخته کېدو سره ډینګي وایرس او نورو ناروغیو ته دا سخته وي چې په دغه ډول ماشو کې ځای ونیسي.

په ویتنام کې د نړۍ د میاشو د پروژو مشر نیون بېن نیون وايي:

"والبکیا د بکټریاو یو ډول دی. کله چې اېدېس اګېپټي ماشي ته وپېژندل شي نو ورسره ماشی کولای شي له هغه وایرس سره جګړه وکړي کوم چې د ډینګي سبب ګرځي."

کله چې ماشی په والبکیا باندې اخته شي نو بیا هوا ته ازاد پرېښودل کېږي او دوی بیا په ډینګي اخته میاشو سره یوځای کېږي.

په پایله کې تر پخوا په لږ شمېر ماشي کولای شي په ډینګي باندې ککړ شي او په دې توګه په لږ شمېر انسانان هم کله چې ددغو میاشو په واسطه وچیچل شي اخته کېږي.

پوهان وايي، تر اوسه پورې په ویتنام او یو شمېر نورو هېوادونو کې دغه ازموینې هیله ورکونکي دي.

په ویتنام کې د ایپېډېمیولوژي د ملي انسټیټیوټ مشر ډانګ ان وايي:

"مونږ فکر کوو چې دغه تګلاره ډېره اغیزناکه او ښه ده. له دې لارې خلکو ته کوم زیان نه رسېږي."

ډینګي وایرس په بنګلدېش او یو شمېر نورو هېوادونو کې زیات خلک اخته کړي دي.

ددغې ناروغۍ په نښو نښانو کې لوړه تبه، کانګې او د بندونو یا جوړونو دردونه دي.

ساینس پوهان وايي، د ډینګي ناروغۍ د ګرمۍ له زیاتېدو، نړیوالو سفرونو او د ډینګي له نویو ډولونو سره په خپرېدو ده.

XS
SM
MD
LG