لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جبري بې درکه خلکو لپاره مبارزه کوونکی عالمزېب مسید را خوشي شو


واشنګټن ــــ د پاکستان د سپریم کورټ له خوا د بشري حقونو فعال عالمزېب مسید ته د سپټمبر پر 16مه تر ضمانت ورکولو وروسته هغه نن د کراچۍ له زندانه خوشي شوی چې خلکو یې تود هرکلی کړی دی.

په کراچۍ کې د هغه د هرکلي غونډې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر نورالله ترین پخپله وینا کې وویل،

"افسوس دا دی چې دې ځوان کومه ګناه کړې وه چې اته میاشتې یې په جېل کې تېرې کړې، کوم د پاکستان د آیین خلاف ورزي یې کړې وه".

عالمزېب مسید اته میاشتې مخکې د جنورۍ په 21مه نېټه د کراچۍ په کلفټن سیمه کې ونیول شو. پر هغه تور وو چې د جنورۍ پر 20مه نېټه یې د کراچۍ په سوراب ګوټ سیمه کې پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د پوځ او ریاستي ادارو په ضد خبرې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم پر ټویټر د عالمزېب مسید په را خوشي کېدو خوشاله څرګنده کړې او خلکو ته یې د هغه د خلاسون مبارکي ویلې ده.

د عالمزېب مسید د ضمانت لپاره لومړی د کراچۍ عدالت ته خواست شوی وو، خو ياد عدالت دغه خواست رد کړی وو او بيا پښتون ژغورنې غورځنګ دغه خواست سپريم کورټ ته کړی او سپريم کورټ يې د سپټمبر پر 16مه منظوري ورکړه.

د بشري حقونونو تنظمونو او د بخښنې نړیوال سازمان په وار وار د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې وه چې عالمزېب مسید خوشی کړي، ځکه چې د دوی په وینا هغه د جبري بې درکه خلکو د موندنې لپاره پرامنه مبارزه کوله.

خو د پاکستان پوځ او حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو مشرانو په ګډون پر عالمزېب مسید هم تور لګولی وو، چې وایي د کراچۍ په جلسه کې یې ریاستي ادارو په ضد خبرې کړې وې او خلک یې د پوځ خلاف پارولي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG