لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دپوځ،عدلیې،ریاست اؤ مذهب دسپکاوي په تورونو نهه لکه ویب پاڼې تړل شوي


دپاکستان دقامي اسمبلۍ داطلاعاتو د ټیکنالوجۍ کمیټې اؤ ټيلي کام ته ویل شوي چې هیواد کې نهه لکه ویب پاڼې دمذهب په سپکاوي،دپوځ،عدلیې اؤ ریاست په ضد په خپرونو کولو اؤ لوڅو ویډیو ګانو په ښودلو تړل شوي دي.

دپاکستان دخبریالانو مرکزي اتحادیه پي ایف یو جی وایي په پاکستان کې ورځ تر ورځه دبیان د ازادۍ دائره محدودولی شي اؤ دامهال چې صحافت دڅومره قدغنونو سره مخ دی پوځی امریتونو کې هم په خبریالانو اؤ صحافت دومره بندیزونه نه وؤ لګیدلي.

دپاکستان دمخابراتو ملي ادارې پي ټي ای دپارلیمان داطلاعاتو کمیټې ته ویلي چې هیواد کې کومې نهه لکه ویب پاڼې تړل شوي دهغې په ضد وګړو شکایتونه کړي وؤ.

دقامي اسمبلۍ داطلاعاتو اؤ ټینکنالوجۍ دکمیټې غونډه تیره ورځ دعلي خان جدون په مشرۍ شوې چې پکې داطلاعاتو د ټیکنالوجۍ دبورډ جوړولو په اړوند دقانوني مسودې منظوري هم ورکړل شوې ده.

هیواد کې د نهو لکو ویب پاڼو په تړل کیدلو دپاکستان دخبریالانو دمرکزي اتحادیې پي ایف یو جی مرستیال صدر ښاغلي بخت زاده یوسفزئ ویلي په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په میډیا غیراعلانیه سینسر شپ لګیدلی اؤ هڅه کیږي چې میډیا نړۍ ته له حقیقتونو ښودلو منعې کړل شي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي یوسفزي وویل “دا اوس چې کوم حالات په ملک کې روان دي،په بدو پوځی امریتونو کې هم داسې نه وؤ،دحکومت په پالیسیو،پوځي کړنو،اؤ عدالتي فیصلو خبریالان هیڅ خبره نه شي کولی اؤ که خبره کوي نو دا غداري یا دقامي ګټو په ضد ګڼل کیږي”

هغه وویل په موجوده نړۍ کې دبندیزونو دلارې هیڅوک حقیتونه دنړۍ له سترګو نه شي پټولی اؤ په پاکستان کې که یو څه په ټي وي یا اخبار ونه ښودل شي نو هغه نړیواله میډیا اؤ ټولنیزې رسنۍ نړۍ ته ښایي .

بخت زاده یوسفزئ وویل په دې وروستیو کې پاکستان کې ګن شمیر خبریالان وژل شوي، ځورول شوي ګواښل شوي اؤ له نوکریو ویستل شوي اؤ دا لرۍ لا دوامداره ده خو حکومت اؤ اسټیبشلمنټ باید په دې پوهه شي چې دوئ به دظلم اؤ جبر دلارې خبریالان له حقیقتونو ویلو منعې نکړل شي.

هغه وویل پاکستان کې دمیډیا د ازادۍ تروړلو دا هڅې کومه نوې خبره نه ده بلکې په هر دور کې واکمنې طبقې هڅه کړې چې میډيا دځان تابع کړې خو دا هڅې یې نه بریالۍ شوي اؤ نه به بریالۍ شي.

د خبريالانو د حقونو د څار نړيوال تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر هم په خپل ورستي رپورټ کې پاکستان د خبريالانو دپاره خطرناک هېواد ګرځولې او ويلي که څه هم د صحافيانو په وژنو کې کمې راغلې خو ورسره د پوځ د فشار لاندې سنرشپ هم سيوا شوی.

د روان کال دجون په میاشت کې د فریډم هاوس په نامه د رسنیو د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي وؤ ، په پاکستان کې پوځ او دولتي ادارې غواړي چې له قانوني او غیرقانوني لارو څخه رسني تر کنټرول لاندې راولي.

خو دپاکستان حکومت بیا په میډیا د قدغن دعوې ردوي اؤ دریځ لري چې میډیا ته په هیواد کې بشپړه ازادي ترلاسه ده خو دهیواد دملي ګټو په ضد څرګندونې دپوښتنو لاندې راځي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG