لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه وایي دپورونو اخستلو باوجود پاکستان اقتصادي بحران کې ګیر دی


ګري ملتونه وایي دچین،سعودي عرب اؤ نړیوالو مالیاتي ادارو څخه دپورونو اؤ پنګو ترلاسه کولو باوجود پاکستان په اقتصادي بحران کې راګیر دی.

دکال ۲۰۱۹م دپاره دملګرو ملتونو دسوداګرۍ اؤ پرمختیا په اړوند راپور کې دپاکستان داقتصادي کړکیچ علتونه دپورونو د ورکړې راکړې خراب وضعیت ،د روپۍ ارزښت کې کموت ا بهرنیو پورونو کې زیاتوالی ښودل شوی.

په دې راپور کې ویل شوي چې دهند اقتصاد هم په ښکته لیدل کیږي اؤ په دغه هیواد کې په دې وروستیو کې په شیانو اؤ خدماتو د ټیکسونو دلارې راټولې کړل شوې پیسې د ټاکل شوي هدف څخه کمې دي.

راپور زیاتوي چې دچین دتجارتي نمو په کچه کې کموت دایشیاء اؤ جنوب ختیزې ایشیا په نورو معیشتونو ډیرې زیاتې اغیزې کړي دي.

تیرکال چې کله په پاکستان کې دعمران خان حکومت واکمنۍ ته ورسیدلو نو دعوه یې وکړه چې تیرو حکومتونو د هیواد خزانه تشه کړې ده اؤ هیواد دتاریخي اقتصادي کړکیچ سره مخ دی.

وروستو پاکستان داقتصادي کړکیچ نه د وتلو په خاطر دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د شپږو اربو ډالرو پور واخستو اؤ ددې ترڅنګ یې دچین نه هم د دوؤ اربو ډالرو پنګې اؤ د۲.۶ اربو ډالرو کاروباري پورونه ورکړي وؤ.

هم دغه شان پاکستان د سعودي عرب نه هم تیرکال درې اربه ډالر په پور اخستي اؤ متحده عرب اماراتو هم ورته اربونه ډالر پور ورکړی دی.

پاکستان ته د درېوؤ اربو ډالرو ورکولو ترڅنګ سعودي چارواکو پاکستان سره تړون کړی چې د درېوؤ اربو ډالرو تیل به هم پاکستان ته په پور ورکوي.

همدا راز په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه هم لوړه شوې اؤ حکومت دټېکسونو لمن پراخه کړې ده چې کاروباریان پرې نیوکې کوي خو حکومت دریځ لري چې دهیواد داقتصادي پیاوړتیا دپاره دټېکسونو لمن پراخول ضروري دي

XS
SM
MD
LG